د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى مجيب الرحمان چې اسټراليا ته د بيګ باش سياليو لپاره تللى و، څو ورځې وړاندې په کورونا ويروس اخته شوى و.
نوموړى چې په دغه سياليو کې د بريسبين هيټ لوبډلې سره لوبېږي، يادې لوبډلې د هغه په اړه د دسمبر په څلورمه نېټه ټويټ کړى و او د هغه د کورونا ويروس ټېسټ د مثبت راتلو خبر يې ورکړى و.
تازه په اسټراليا کې افغان سفير وحيد الله ويسي له مجيب الرحمان سره خبرې کړې دي او د هغه د روغتيا په اړه يې ټويټ کړى دى.
وحيدالله ويسي په خپل ټويټ کې ليکلي دي، چې له مجيب الرحمان سره يې په ټيليفون خبرې وکړې، د هغه حالت اوس ښه دى او بېرته په رغېدو دى.
Spoke to @Mujeeb_R88 over the phone. He is recovering and feeling better, stronger and all good to go for the first #BBL10 @HeatBBL match after the quarantine. Cheers & #BringtheHEAT on the ground soon! https://t.co/R39cZis8Gx
— Wahidullah Waissi (@WahidWaissi) December 9, 2020
نوموړي همدا راز دا هم ويلي دي، چې مجيب الرحمان به د بريسبين هيټ لوبډلې په لومړۍ لوبه کې ولوبېږي.
مجيب الرحمان که څه هم تراوسه پورې په کورونا ويروس د اخته کېدو په تړاو په ټولنيزو رسنيو کې کوم پوسټ نه دى کړى، خو د افغان سفير دغه ټويټ يې ريټيويټ کړى دى.
د يادولو وړ ده چې مجيب الرحمان چې په دې وروستيو کې يې په کابل کې واده وکړ، له محمد نبي، ظاهر خان او نور احمد لکڼوال سره يو ځاى له کابل څخه اسټراليا ته لاړ.
نوموړى چې اسټراليا ته له رسېدو وروسته هلته کرنټين شو، د کورونا ويروس ټېسټ يې مثبت راغلى و او په کوينز لېنډ کې نوموړى کرنټين او تر څارنې لاندې و.
مجيب الرحمان چې د بريسبين هيټ لوبډلې سره لوبېږي، د دسمبر په ١١مه نېټه يې لومړۍ لوبه ده، چې بريسبين لوبډله به د ميلبورن سټارز لوبډلې سره مخ شي.
که د افغان سفير خبره ومنل شي، نو مجيب الرحمان به د دسمبر په ١١مه نېټه په ياده لوبه کې ګډون وکړي.