کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ايپل ګرانبيه ګوشکۍ بازار ته وړاندې کړې، پوهېږئ بيه يې څومره ده؟
د ايپل ګوشکۍ

ايپل ګرانبيه ګوشکۍ بازار ته وړاندې کړې، پوهېږئ بيه يې څومره ده؟

د امريکا د ټېکنالوژۍ مشهور شرکت ايپل خپلې لومړنۍ ګوشکۍ Air Headphone جوړې او بازار ته وړاندې کړې، خو پوهېږئ چې د دې ګوشکيو بيه څومره ده؟ دلته يې ولولئ.

د ايپل د دې ګوشکيو نوم ايرپوډ مېکس دى، چې ډېرې اسانتياوې او ځانګړتياوې لري.

خو دا ګوشکۍ د ډېرو ځيرکو موبايلونو څخه هم ګرانې دي، د يوې ګوشکۍ بيه ٥٤٩ امريکايي ډالره ده چې شاوخوا ٤٢ زره افانۍ کېږي.

د ايپل مسوولين وايي، چې دا ګرانبيه ګوشکۍ به نه يوازې دا چې له شور څخه پاک غږ خلکو ته رسوي، بلکې د غږ يا غږيزه کوالټي يې هم ډېره اعلى ده او نور ډېر خصوصيات لري.

د ايپل مرستيال مشر ګريګ جوسويک وايي، د ايرپوډ مېکس يو جادويي ګوشکۍ دي، چې خلکو ته يې وړاندې کړې دي. هغه وايي چې د دې ډيزاين ډېر ښکلى او په زړه پورې دى او د هغې تر څنګ په دې کې ډېر زبردست سافټوېر هم انسټال شوى دى، چې خلکو ته به ډېر ښه غږ ورکوي.

په دې ګوشکيو کې هم د ايپل د ساعتونو په څېر له ټېکنالوژۍ څخه ګټه اخيستل شوې ده، چې غږ ډېر ښه کنټرولوي، همدا راز د زنګونو د ترلاسه کولو اسانتيا هم پکې شته.

د ايپل مسوولين وايي، چې دا ګوشکۍ يو ځل چارج شي، نو ٢٠ ساعته پرلپسې کار کوي. د دوى دا ګوشکۍ د ايپل په وېبپاڼه کې پرتې دي، چې له هغه ځايه يې د ٥٤٩ امريکايي ډالرو په ورکولو سره ترلاسه کولاى شئ.

خو خبره دا ده چې په ٥٤٩ امريکايي ډالرو، چې شاوخوا ٤٣ زره افغانۍ کېږي، باندې يو ښه ځيرک موبايل هم اخيستلى شئ.

Loading...

دا هم ولولئ

د چاپیریال یا موسم بدلون له چونګښې د ټوپ وهلو وړتیا اخلي

د چونګښو په ځینو ډولونو کې که چېرته د اوبو کمښت واقع شي، نو د …