د هغه پړانګ هډوکي، چې ساينسپوهان يې په اړه ادعا کوي چې تر ٣٠ ميليونه کاله پخوا يې ژوند کاوه، هډوکي يې په يوه بولۍ کې په ٨٤ زره امريکايي ډالرو ليلام شو.
دا پړانګ چې د تورې په څېر غاښونه يې درلودل، د سه شنبې په ورځ د سويټزرلېنډ په ښار جينيوا کې يې هډوکي په يوه غونډه کې ليلام يا بولۍ ته وړاندې شوي و.
د فرانسې خبري اژانس اې اېف پي په وېنا، د تورې په څېر غاښونه لرونکي د دې پړانګ هډوکي تېر کال موندل شوي و.
دا هډوکي چې ١٢٠ سينټي متره اوږده و، يو کس په لومړۍ دقيقه کې پرې بولي ولګوله او دا يې واخيستل.
د پيګويټ ليلام ځاى رييس برنارډ پيګويټ له اې اېف پي سره په خبرو کې ويلي دي، چې د دې پړانګ د هډوکو موندنه وړه خبره نه ده، ځکه چې دا ٣٠.٧ ميليونه کاله پخواني هډوکي دي او ٩٠ سلنه په خپل اصلي حالت کې و.
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، چې ځينې هغه هډوکي چې يې نه درلودل، هغه ورته د 3D پرنټر په مرسته بيا جوړ کړاى شوي دي.
دا هډوکي د امريکا په ډکوټا کې په ٢٠١٩ کال کې د کيندنې پر مهال موندل شوي و.
ځينې ساينسپوهان وايي، چې دا پخواني ځناور نمايشي شيان نه دي، بلکې دا هغه ژوندي موجودات و، چې په ځمکه يې د ژوند پرمختګ ليدلى دى او په دې باندې تر څېړنو وروسته دا بايد د ولس لپاره په ميوزيم کې کېښودل شي.
خو د پړانګ د دې هډوکو په يان کوينين وايي، چې دا د ساينس لپاره کومه ځانګړې خبره نه ده، ځکه تر دې مخکې هم داسې ډېر هډوکي موندل شوي دي او په هغې باندې ساينسي څېړنې هم ترسره شوې دي.