کورپاڼه / د لوبو راپورونه / کنډي ټسکرز د جافنا سټالينز لوبډله ماته کړه
رحمان الله ګربز

کنډي ټسکرز د جافنا سټالينز لوبډله ماته کړه

کنډي ټسکرز د څو پرلپسې ماتې خوړلو وروسته د جافنا سټالينز لوبډلې ته ماتې ورکړه او د پلى اف پړاو سياليو ته يې خپلې هيلې ژوندۍ وساتلې.

د سريلانکا تجارتي ليګ يا لنکا پريمئير ليګ ١٦مه لوبه د جافنا سټالينز او کنډي ټسکرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې جافنا سټالينز پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

جافنا سټالينز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٥٠ منډې وکړې، چې له ډلې يې شعېب ملک ٥٩، مينود بهانوکا ٢١، چاريټ اصالانکا ١٨ او جانسن چارلس ١٧ منډې وکړې.

د کنډي ټسکرز له لوري نوان پراديپ ٣، اصيله ګونارتنى، وشوا فرنانډو او ډيل سټين ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

د ١٥١ منډو هدف د کنډي ټسکرز لوبډلې په ١٩.١ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٦ ويکټو په توپير يې جافنا سټالينز ته ماتې ورکړه.

د ددوى له لوري اصيله ګونارتنى ٥٢ ناسوځېدلې، کوشل پريرا ٤٢ او عرفان پټان ٢٥ ناسوځېدلې منډې وکړې. همدا راز رحمان الله ګربز په ٨ توپونو ٨ منډې ترلاسه کړې.

د جافنا سټالينز له لوري ونيندو هسارنګا ٢، دوانى الويوير او سورانګا لکمل ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه اصيله ګونارتنى ته ورکړل شوه.

د نننۍ بريا سره کنډي ټسکرز دويمه بريا خپله کړه او څلور نومرې يې ترلاسه کړې، خو که له دې وروسته يې په خپله وروستۍ لوبه کې د ګال ګليډيټرز لوبډلې ته ماتې ورکړه نو پلى اف پړاو ته به لار پېدا کړي، خو که ګال ګليډيټرز خپلې وروستۍ دواړه لوبې وګټلې نو کنډي ټسکرز به له پلى اف پړاو څخه پاتې شي.

نن دويمه لوبه د ګال ګليډيټرز او ډمبوله وايکينګ لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې د ګال ګليډيټرز په بايللو کې کنډي ټسکرز ته ګټه ده او په بريا کې يې ورته تاوان دى.

دا هم ولولئ

نوین الحق او محمد شهزاد

محمد شهزاد ښه توپوهنه وکړه، خو لوبه د نوین الحق لوبډلې وګټله

محمد شهزاد نن د بنګله دېش پریمئیر لیګ په لومړۍ لوبه کې ښه توپوهنه ترسره …