کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ټي ١٠ ليګ: بنګله ټايګرز لوبډلې قېس احمد له ځان سره وساته
قېس احمد (2)

ټي ١٠ ليګ: بنګله ټايګرز لوبډلې قېس احمد له ځان سره وساته

د ټي ١٠ ليګ يا لس اوريزه سياليو ليګ د راتلونکي پړاو لپاره د بنګله ټايګرز لوبډلې ورو توپ اچونکى قېس احمد له ځان سره ساتلى دى او په راتلونکي پړاو کې به د يادې لوبډلې په ګټه ولوبېږي.

د بنګله ټايګرز لوبډلې د قېس احمد په اړه په يو ټويټ کې ويلي دي، چې افغان زمرى به د ټي ټين ليګ د څلورم پړاو سياليو کې يو ځل بيا د بنګله ټايګرز لوبډلې لپاره ولوبېږي.


همدا راز بنګله ټايګرز لبډلې د راتلونکي پړاو لپاره ځينې نور لوبغاړي هم له ځان سره ساتلي دي، چې داسون شناکا، انډريو فليچر، ټام موريس او چراغ سوري پکې شامل دي.

قېس احمد چې په ٢٠١٩ کال کې يې د بنګله ټايګرز لوبډلې لپاره ٧ لوبې ترسره کړې وې، ٩ لوبغاړي يې سوځولي و، هغه دريم توپ اچونکى و چې زياتې ويکټې يې ترلاسه کړې وې او د بنګله ټايګرز لپاره يې بيا تر ټولو زياتې ويکټې اخيستې وې.

نوموړي په ٧ لوبو کې ٩ لوبغاړي سوځولي و، چې په يوه لوبه کې يې د ٨ منډو په بدل کې ٣ ويکټې هم اخيستې وې. د هغه اکانومي ٩.١٥ وه.

قېس احمد اوسمهال په لنکا پريمئير ليګ کې د کولمبو کنګز لوبډلې لپاره لوبېږي، چې هلته هم نوموړى ډېر ځلېدلى دى.

د ټي ١٠ سيالۍ چې په ٢٠١٩ کال کې ترسره شوې وې، د ٢٠٢٠ کال سيالۍ د کورونا له امله ترسره نه شوې او اوس بل پړاو يې د ٢٠٢١ کال د جنورۍ په ٢٨مه نېټه پيلېږي او د فبرورۍ تر ٦مې نېټې پورې به دوام وکړي.

په دې سياليو کې ٨ لوبډلې ګډون لري او ٢٩ لوبې پکې ترسره کېږي، چې د شېخ زېد کرکټ لوبغالي، متحده عربي اماراتو کې به ترسره شي.

په ٢٠١٩ کال کې په دې سياليو کې حضرت الله ځاځى، نجيب الله ځدراڼ، قېس احمد، ظاهر خان، محمد شهزاد، مجيب الرحمان، محمد نبي، کريم جنت او شفيق الله شفق د بېلا بېلو لوبډلو لپاره لوبېدلي و.

دا هم ولولئ

راشد خان او محمد شهزاد، مهیندر سینګ ډهوني ته د اتلولۍ مبارکي ورکړه

بیګا د څوارلسم پړاو آی پي اېل سیالیو پایلوبه د چینای سوپر کینګز او کلکته …