کورپاڼه / روغتيا / ولې د عمر په ډېرېدو سره د زړه د ناڅاپي حملې خطر ډېرېږي؟
د زړه حمله

ولې د عمر په ډېرېدو سره د زړه د ناڅاپي حملې خطر ډېرېږي؟

آیا پوهېږئ چې د نورو حیواناتو په پرتله د انسان د زړه د ناڅاپي حملې خطر ډېر وي، چې لا تراوسه یې په اړه کوم واضح دلیل هم نه دی څرګند شوی.

ویل کېږي چې د عمر په ډېرېدو سره د زړه د ناروغیو خطر هم ډېرېږي، چې اوسمهال یې څېړونکو علت موندلی دی.

د امریکا د جنوبي فلوریډا پوهنتون څېړونکو موندلې، چې د انسان بدن په ځانګړي توګه زړه په (مایي ټو کانډریا) پورې اړه لري. ویل کېږي چې مایي ټو کانډریا د حجرو هغه برخه ده، چې د زړه فعالیتونو ته انرژي برابروي او په دې برخه کې موجود پروټین زړه اړ کوي، چې خپله دنده ترسره کړي او په همدې سبب د زړه د ناروغیو لامل هم ګرځي. څېړونکي وایي چې د عمر په ډېرېدو سره د مایي ټو کانډریا په سطحه کې پروټین کمېږي او د زړه فعالیتونه له خنډ سره مخامخ کېږي.

له څېړنې دا پایله راوځي چې د پروټین کچه باید ښه وساتل شي. بله خوا هغه کسان چې د زړه په ناروغیو اخته وي، د شیریانونو په وسیله پروټین ور داخلېږي او وینه له درېدلو ساتي. که څه هم دا ډول طریقه د زړه ناروغۍ کموي، خو زړه ته زیانمن هم تمامېږي، چې د ناوړه اغېزو د ختمولو لپاره یې لاتر اوسه کومه درملنه هم شتون نه لري.

له دې وړاندې په یوه څېړنه کې ویل شوي ول، چې د زړه د ناروغیو په سبب شیریانونو بندېږي او په نتیجه کې د زړه د حملې خطر ډېرېږي. په څېړنه کې راغلي ول، چې د شیریانونو د بندېدو لوی علتونه له چاغښت، د وینې فشار، سګریټ څکول، د وینې غوړ او نورو څخه عبارت دي، خو له پنځلس سلنه پېښو څخه معلومه شوه، چې د زړه د حملې سبب د شیریانونو بندېدل نه دي.

دغه راز په څېړنه کې ثابته شوه، چې د زړه ناڅاپي حمله د یو جین په سبب رامنځته کېږي، چې ډېر پخوا د انسان په بدن کې له فعالیته لوېدلی دی.

ویل کېږي چې دا ډول د زړه ناڅاپي حمله په نورو حیواناتو کې نه موندل کېږي، چې ساینسپوهانو یې علت په حیواناتو کې د شوګر مالیکول نیو ۵ جي سي په نوم سنګل ښودلی، چې په انسانانو کې شتون نه لري.

Loading...

دا هم ولولئ

د بدن هغه برخه چې ګوتې ورته ور وړل نه وي پکار

ځینې وختونه موږ پخپله داسې کارونه ترسره کوو، چې په ستونزو کې مو راګېروي، خو …