سمیع الله شینواري نن زبردسته او چټکه توپوهنه ترسره کړه چې ډمبوله وایکینګ ته يې بریا ورپه برخه کړه او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه يې هم ترلاسه کړه.
د سریلانکا تجارتي لیګ یا لنکا پریمئیر لیګ ۱۷مه لوبه نن د ګال ګلیډیټرز او ډمبوله وایکینګ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
د لوبې په پیل کې ډمبوله وایکینګ پچه وګټله او لومړی يې د ګال ګلیډیټرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
ګال ګلیډیټرز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۸ منډې وکړې، چې له ډلې يې ګونتالیکا ۴۶، جی سوریا ۳۹ او راجا پکسا ۳۱ منډې وکړې.
د ډمبوله وایکینګ له لوري شناکا، مینډس او راجیټا ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.
د ۱۶۹ منډو هدف د ډمبوله وایکینګ لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۴ ویکټو په توپیر يې بریا خپله کړه.
سمیع الله شینواري په وروستیو کې چټکه توپوهنه ترسره کړه چې د ۲ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مټ يې په ۲۰ توپونو ۴۶ ناسوځېدلې منډې وکړې، همدا راز انجیلو پریرا ۴۵ او نیروشان ډیکویلا ۳۸ منډې وکړې.
د ګال ګلیډیټرز له لوري لکشن ۲، سنداکان، جی سوریا او محمد عامر ۱-۱ ویکټ واخیستې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه سمیع الله شینواري ته ورکړل شوه.
د یادولو وړ ده چې د ګال ګلیډیټرز د ننۍ ماتې سره پلی اف پړاو ته د تګ چانسونه راکم شو، که چېرته کنډي ټسکرز ته يې په ستر رن رېټ ماتې ورکړه، نو د مخکې تګ چانس يې شته، ګني مخکې تګ يې ګران دی.