کورپاڼه / تجارتي ليګونه / محمد نبي: د ژوند هدف خوشحاله اوسېدل دي
محمد نبي

محمد نبي: د ژوند هدف خوشحاله اوسېدل دي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړى او د نړيوالو شل اوريزو لوبو د نړۍ غوره الراونډر محمد نبي وايي، چې زموږ د ژوند هدف خوشحاله اوسېدل دي.

محمد نبي چې تېره ورځ اسټراليا ته تللى دى، تر څو هلته د بيګ باش سياليو کې د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې لپاره ولوبېږي، تازه يې له اسټراليا څخه يو عکس په ټويټر کې خپور کړى دى.

له کابل څخه د محمد نبي په ګډون مجيب الرحمان، ظاهر خان او نور احمد لکڼوال ټول يو ځاى اسټراليا ته تللي و، چې اسټراليا ته له رسېدو وروسته دوى هلته کرنټين شو.

نوموړي په ټويټر کې تازه يو عکس خپور کړى دى، چې د جوسو ګلاس هم ورسره په لاس کې ليدل کېږي. هغه له دې عکس سره ليکلي دي: ((زموږ د ژوند هدف خوشحاله اوسېدل دي.))


د محمد نبي دا عکس چې نن سهار يې خپور کړى دى، په ټويټر کې ډېرو خلکو خوښ کړى دى.

د يادولو ده چې تېره ورځ د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) تازه درجه بندي اعلان کړه، چې محمد نبي پکې د الراونډرانو په درجه کې خپل لومړى مقام د تېر په څېر ساتلى، همدا راز نوموړى په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې هم دويم مقام لرونکى الراونډر دى.

د بيګ باش سيالۍ چې نن د هوبارټ هوريکنز او سډني سيکسرز لوبډلو ترمنځ د لومړۍ لوبه ترسره کېدو سره پيلېږي، د محمد نبي او نور احمد لکڼوال لوبډله ميلبورن رينيګاډز به خپله لومړۍ لوبه د دسمبر په ١٢مه نېټه د پرت سکارچرز لوبډلې په وړاندې په هوبارټ کې ترسره کړي.

مجيب الرحمان چې له محمد نبي سره يو ځاى اسټراليا ته تللى و، هلته په کورونا ويروس اخته شوى و، خو ويل کېږي چې اوس يې روغتيا ښه ده او ښايي د خپلې لوبډلې په لومړۍ لوبه کې هم ولوبېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

کيرون پولارډ

کيرون پولارډ نړۍ حېرانه کړه

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او چټک توپوهونکي کيرون پولارډ په هغه توپ …