کورپاڼه / بېلا بېل / د لړمانو زهر خرڅوونکى ځوان ميليونر شو
لړمان

د لړمانو زهر خرڅوونکى ځوان ميليونر شو

ډېر داسې خلک شته چې د پېسو ګټلو لپاره ډېرې جالبې او خطرناکې لارې خپلوي او داسې کارونه کوي، چې ښايي ډېر خلک يې په اړه فکر هم ونه کړي او د دوى بخت هم په همدا ډول کارونو کې رابېداره کېږي او ډېر بريالي کېږي.

نن درته د يو داسې ځوان په اړه معلومات درکوو، چې کله به يې فکر هم نه و کړى چې يوه ورځ به د لړمانو زهر پلوري او له دې لارې به ميليونر کېږي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د مصر اوسېدونکى ٢٥ کلن محمد حمدي د لړمانو زهر پلوري او همدا يې د رزق ګټلو لاره ګرځېدلې ده، چې اوس پکې ميليونر شوى دى.

لړمان ١

په راپور کې همدا راز ويل شوي دي، دغه ځوان چې په لرغونپېژندنه کې يې زده کړې ترلاسه کړې دي، څو کاله مخکې يې د لړمانو د نيولو شوق راپېدا شو.

په راپورونو کې راغلي، محمد حمدي به د مصر په دښتو کې په لړمانو پسې ګرځېده، هغه به يې نيول او بيا به يې د دې لړمانو څخه زهر راويستل، چې په بېلا بېلو درملو کې ترې ګټه اخيستل کېږي.

په راپور کې ويل شوي، دا مصرى ٢٥ کلن ځوان په دې کم عمر کې خپل شرکت لري چې نوم يې (قاهره وينم شرکت) دى، د هغه په دې شرکت کې له ٨٠ زرو څخه زيات لړمان او ماران دي، چې دا ترې زهر راوباسي او بيا يې د درمل جوړونکو شرکتونو باندې پلوري.

لړمان ٢

په يو راپور کې ويل شوي دي، چې محمد حمدي د دې لړمانو او مارانو زهر د اروپا امريکا سترو شرکتونو ته ورکوي، چې ١ ګرام زهر ١٠ زره امريکايي ډالر بيه لري، چې شاوخوا ٧٥٠ زره افغانۍ کېږي.

د يادولو وړ ده چې په افغانستان کې هم ځينې داسې شرکتونه شته، چې لړمان ساتي او زهر يې بيا په نړيوالو درمل جوړونکو شرکتونو باندې پلوري.

دا هم ولولئ

هغه ماشومان چې شوخ طبیعت لري هغوی ډېر ځیرک او هوښیار وي

په ماشومانو کې د ټوکو ټکالو حس یا شوخ طبیعت د هغوی د لوړ ذهانت …