کورپاڼه / خبرونه / ايا وخت راغلى چې د کوهلي پر ځاى روهيت شرما کپتان وټاکل شي؟
ويراټ کوهلي او روهيت شرما

ايا وخت راغلى چې د کوهلي پر ځاى روهيت شرما کپتان وټاکل شي؟

د راتلونکي نړيوال شل اوريز جام لپاره يو ځل بيا د ويراټ کوهلي پر ځاى د روهيت شرما د لوبډلمشر ټاکل کېدو په تړاو بحثونه زيات شوي دي.

په وروستي اى پي ايل ليګ کې چې روهيت شرما په خپله لوبډلمشرۍ کې ممبۍ انډينز بريا ته ورسوله، د هغه د کپتان ټاکل کېدو په اړه يو ځل بيا غږونه پورته شوي دي.

تازه د هند يو پخواني کرکټر پريتيو پټيل له نړيوال کرکټ څخه استعفا ورکړه، وايي چې اوس وخت راغلى دى چې د هند د ٢٠ اوريزې لوبډلې لوبډلمشر روهيت شرما وټاکل شي.

نوموړى وايي، چې په يوه بڼه کې د روهيت شرما کپتان ټاکل کومه بده خبره نه ده.

پريتيو پټيل زياتوي، که روهيت شرما د لوبې کولو وړتيا لري، نو دا وخت دى چې هغه د ٢٠ اوريزو لوبو لپاره د هند لوبډلمشر وټاکل شي. نوموړى وايي، نړيوال شل اوريز جام چې په راتلونکي کال کې ترسره کېږي، روهيت شرما له مخکې څخه موږ ته د اى پي ايل په مرسته دا ښکاره کړه، چې بايد څه ډول لوبډله جوړه کړو او څه ډول اتلولي خپله کړو.

نوموړى وايي، که په يو فارمېټ کې روهيت شرما د هند لوبډلې کپتان وټاکل شي، نو له دې سره به په ويراټ کوهلي د کپتانۍ فشار هم يو څه راکم شي.

پريتيو پټيل د ويراټ کوهلي پر ځاى د روهيت شرما کپتان ټاکلو د بحث په اړه وويل، چې دا بحث ځکه پيل شوى دى، چې اوس موږ سره يو بل څوک هم شته چې کولاى شي لوبډله ښه مخته بوځي.

نوموړي په خپلو خبرو کې دا هم وويل، چې د کپتانۍ په اړه چې کوم بحث پيل شوى دى، د دې له وجې بايد د ويراټ کوهلي او روهيت شرما ترمنځ اړيکې خرابې نه شي.

Loading...

دا هم ولولئ

انشا اپريدۍ او شاهين شاه اپريدى

د شاهد اپريدي د لور د شاهين اپريدي سره کوژده، د شاهد اپريدي د کورنۍ غبرګون ښکاره شو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي شاهين شاه اپريدي لپاره يې کورنۍ د …