کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د وټساپ هغه ١٦ غوره چلونه Tricks چې ښايي تراوسه ترې ناخبره وئ
وټساپ

د وټساپ هغه ١٦ غوره چلونه Tricks چې ښايي تراوسه ترې ناخبره وئ

وټساپ د نړۍ تر ټولو مشهور مسينجر دى، چې کاروونکي يې ٢ ميلياردو ته نږدې دي، د نړۍ د دې زيات کاروونکي اپليکېشن په اړه ډېر خلک د دې په ډېرو چلونو يا tricks نه پوهېږي، که تاسې پرې پوه شئ، نو ښايي لا ډېر خوند درکړي.

دلته درته يو شمېر هغه tricks درښايو، چې ښايي ستاسې په ګټه راشي.

ډيليټ شوي پېغامونه لوستل

که چېرته ستاسې يو ملګرى تاسې ته ميسج وکړي يا کوم پېغام درولېږي او بېرته يې ډيليټ کړي، نو د هغه پېغام د لوستلو طريقه ډېره اسانه ده. بس له خپل موبايل څخه وټساپ ډيليټ کړئ او د ګوګل پلى سټور څخه يې بيا ځلې انسټال کړئ.

کله چې دا اپليکېشن انسټال شي، نو په بېک اپ کې يې چې کومه ډاټا پرته ده، هغه ټوله به بېرته راولي، چې په دې کې هغه پېغامونه هم شامل دي، چې ډيليټ شوي دي.

خو دا کار هغه وخت کولاى شئ، چې تاسې د بېک اپ ساتلو وخت هره ورځ ټاکلى وي، که چېرته مو داسې نه وي کړي، نو بيا ښايي خپله ټوله ډاټا هم له لاسه ورکړئ.

HD عکسونه لېږل

که غواړئ چې يو چاته اېچ ډي HD عکسونه ولېږئ، نو په چېټ کې د ايکن برخې ته لاړ شئ او هلته په ډاکومنټ باندې کليک وکړئ. کله چې په ډاکومنټ کليک وکړئ، نو هغه ټول فايلونه به تاسې ته راشي، چې ستاسې په ځيرک موبايل کې پراته دي، هلته هغه عکسونه پېدا کړئ چې تاسې يې غواړئ په اصلي کوالټۍ يا ريزلټ کې يې ولېږئ. که يو عکس لېږئ او که ډېر لېږئ، نو له همدې ځايه يې لېږلى شئ او کوم عکسونه چې تاسې په دې طريقه ولېږئ، نو هغه عکسونه به HD ريزلټ کې وي يا چې يې کوم خپل اصلي حالت دى، په هماغه حالت کې به ياد کس ته ورسېږي.

د يو موبايل شمېرې ثبتولو پرته ورته ميسج لېږل

کله چې ستاسې په موبايل کې يوه شمېره ثبت نه وي، نو تاسې نه شئ کولاى چې ميسج ورته وکړئ (که بل څوک درته ميسج وکړي، ځواب ورکولى شئ، يا هم په چېټ ګروپ کې نېغ په نېغه په يوه شمېره د کليک کولو سره ورته ميسج کولاى شئ، خو له هغه پرته چاته تر هغې ميسج نه شئ کولاى چې يې شمېره مو خوندي کړي نه وي) که غواړئ چې يو داسې چاته ميسج وکړئ، نو وټساپ مو د لېپټاپ\کمپيوټر په براوزر کې راخلاص کړئ او بيا لاندې لينک پکې واچوئ

https://api.whatsapp.com/send?phone=XXXXXXXXXXX (په اخره کې چې کوم X ليکل شوي دي، د هغې په ځاى شمېره وليکئ، خو د شمېرې تر ليکلو مخکې د هېواد کوډ وليکئ او په منځ کې يې صفر مه ليکئ)، يعنې که تاسې غواړئ چې د افغانستان کومې شمېرې ته پېغام ولېږئ نو بيا په لاندې ډول لينک سرچ کړئ:

https://api.whatsapp.com/send?phone=93788123456 له هغه وروسته په enter کليک وکړئ، نو وټساپ به راخلاص شي او هغوى به درنه پوښتنه کوي، چې ايا دې شمېرې ته پېغام لېږې، هلته په send message باندې کليک وکړئ، نو بيا به ستاسې مخې ته د همدغه شمېرې د چېټ برخه راخلاصه شي او پرته د شمېرې ثبتولو ورته په دې طريقه پېغام لېږلى شئ.

نوى فونټ کارول

که چېرته غواړئ چې د خپل وټساپ د ليکلو فونټ بدل کړئ، نو د خپل پېغام څخه مخکې او وروسته درې ځلې دا (`) نښه وليکئ او ستاسې د ليکلو فونټ به بدل شي. دا نښه د انډرويډ په کيبورډ کې خو په اسانۍ پېدا کېږي، خو په ايفون کې فکر کوم نشته، نو هلته کولاى شئ چې له بل ځاى څخه يې کاپي کړئ.

د وټساپ ډاټا استعمال کمول

تاسې په وټساپ کې څومره ډاټا يا انټرنېټ کاروئ، د دې لپاره د اپليکېشن سيټينګ ته لاړ شئ او هلته د ډاټا يوسيج يا نېټورک يوسيج وګورئ. تاسې کولاى شئ چې دغلته د خپلې ډاټا يا انټرنېټ استعمال راکم کړئ، هلته د عکسونو، غږ، ويډيو او ډاکومنټ د اټو ډاونلوډ اپشن بند کړئ او يوازې واى فاى ته يې واړوئ. همدا راز د لو ډاټا يوسيج انتخاب کړئ، نو ستاسې وټساپ به کم انټرنېټ کاروي.

ډاکومنټ يا اسناد شريک کړئ

اوس تاسې کولاى شئ چې د ګوګل ډرايو يا ايي کلاوډ ډرايو څخه نېغ په نېغه په وټساپ چېټ کې ډاکومنټ يا اسناد له خلکو سره شريک کړئ، د دې لپاره د ټېکسټ ونډو ښي طرف ته د کمان په نښه کليک وکړئ، هلته بيا شئير ډاکومنټ انتخاب کړئ او له کوم ځايه چې دا اسناد شريکوئ، هغه ځاى ته ورشئ او له نورو سره يې شريک کړئ.

عکسونه او ويډيوګانې په موبايل کې د ثبتېدو بندې کړئ

که چېرته غواړئ چې په وټساپ کې عکسونه او ويډيوګانې په اتومات ډول ستاسې د موبايل په حافظه کې خوندي نه شي، نو د اپليکېشن سيټنګز ته لاړ شئ او د چېټس په برخه کې save in coming media برخه بنده کړئ.

پېړ، کوږ او د خط دپاسه کرښه راوستل

که غواړئ چې يو چاته ميسج يا پېغام لېږئ او په هغې کې ځينې خطونه پېړ، کوږ يا هم د ځينو جمله دپاسه کرښه راولئ، نو په دې طريقه يې وکړئ.

بولډ يا پېړ خط: که غواړئ چې کوم لفظ بولډ يا پېړ وليکئ، نو د ياد لفظ يا کرښې نه مخکې او وروسته دا نښه * وليکئ، لکه (سلام).

ايټاليک يا کوږ خط: که غواړئ چې کوم لفظ يا کرښه داسې وليکل شي، چې کږه راشي، نو د ياد لفظ يا کرښې څخه مخکې او وروسته دا نښه () وليکئ، لکه (سلام_).

سټرايک تهرو يا د خط لپاره کرښه: که غواړئ چې د کومې جملې يا کرښې دپاسه ليکه راشي نو (~) نښه وليکئ. لکه (~سلام~).

که نه غواړئ چې چاته معلومات وشي چې تاسې يې ميسجونه کتلي

که نه غواړئ چې هغه کس، چې تاسې ته يې ميسج يا پېغام رالېږلى دى، په دې پوه شي چې تاسې يې ميسج لوستى او که نه، يعنې د بليو ټيک ختمول، د دې لپاره سيټنګز ته لاړ شئ، هلته بيا اکاونټ او پرايويسي ته لاړ شئ او هلته د ريډ ريسپټ برخه ان چيک کړئ، خو له بده بخته، بيا به تاسې ته هم دا معلومات نه کېږي، چې ستاسې پېغام چا لوستى او که نه.

پرته له دې چې يو چاته معلومات وشي، د هغه ميسج لوستل

که تاسې ته يو ميسج يا پېغام راشي او غواړئ چې هغه ته معلومات ونه شي، يعنې بليو ټيک پرې رانه شي او تاسې د هغه ميسج هم وګورئ، نو لومړى مو د ايرپلېن موډ په موبايل کې خلاص کړئ، بيا لاړ شئ او هغه ميسج وګورئ، ياد کس ته به تر هغې پورې د بليو ټيک نښه نه ورځي، تر څو چې تاسې بيا ځلې وټساپ نه وي خلاص کړى.

کله چې دا پېغام ولولئ، نو بيا وټساپ اپليکېشن داسې مه بندوئ، چې د شاتګ بټن ووهئ او لاړ شئ، بلکې د ملټي ونډو بټن ووهئ او په بېکګراونډ کې ټول اپليکېشنونه په يو کليک سره بند کړئ، نو داسې به هغه کس ته معلومات نه کېږي.

د چېټ هسټري مو خوندي کړئ

که غواړئ چې د چېټ هسټري مو خوندي وي، نو سيټنګز ته لاړ شئ، هلته بيا چېټ او بيا د چېټ بېک اپ ته لاړ شئ، هلته د چېټ سيټنګز کې کنفيګر ته لاړ شئ او د اونۍ يا مياشتې په حساب سره خپل چېټ خوندي کړئ، تاسې کولاى شئ چې په دې کې ويډيوګانې هم شاملې کړئ.

غږيز پېغامونه تر خپل ځان محدوده کړئ

کله چې تاسې ته يو څوک غږيز پېغام راولېږي، نو په هغې د کليک کولو سره سم موبايل خپل غوږ ته ونيسئ، لکه تاسې ته چې زنګ راغلى وي، په دې کار سره به غږيز پېغام د تېز غږ سپيکر پر ځاى هغه کوچني سپيکر ته واوړي، چې يوازې تاسې به دا پېغام اورېدلى شئ.

کمپيوټر او موبايل ته فايلونه ټرانسفر کول

په وټساپ کې يو ګروپ جوړ کړئ، يو ملګرى پکې ورزيات کړئ، د ګروپ جوړېدو وروسته ياد ملګرى له ګروپ څخه وباسئ، داسې به تاسې په ګروپ کې يوازې پاتې شئ. بيا په براوزر کې وټساپ خلاص کړئ او د کيو ار کوډ په مرسته مو وټساپ پرانيزئ، له دې وروسته تاسې کولاى شئ چې د وټساپ فايلونه کمپيوټر ته انتقال کړئ، يا هم له کمپيوټر څخه د دغه ګروپ په مرسته فايلونه موبايل ته راانتقال کړئ.

په وټساپ کې د موبايل شمېره بدلول

په وټساپ کې ستاسې ټول ملګري ستاسې د موبايل شمېره ويني، ځينو خلکو سره چې ډېرې شمېرې وي او غواړي د وټساپ شمېره بدله کړي، نو هغوى وټساپ له موبايل ډيليټوي او بيا يې انسټالوي، چې په دې سره يې ټوله ډاټا هم له منځه ځي. خو اسانه طريقه يې دا ده چې سيټنګز ته لاړ شئ، هلته په اکاونټس کليک وکړئ، هلته د موبايل شمېرې د بدلولو طريقه شته، چې کليک پرې وکړئ، نو دلته نوې شمېره ورکړئ، کله چې مو نوې شمېره ورکړه، نو پخوانۍ شمېره ترې ليرې کولاى شئ.

لاسټ سين (Last Seen) فيچر بندول

دا فيچر خو هسې ډېر د کار فيچر دى، ځکه په دې سره تاسې ته معلومېږي چې ستاسې ملګرى د وروستي ځل لپاره کله انلاين و، خو بيا هم په پرايويسي باندې اغېز پرېپاسي. د دې فيچر د بندولو لپاره اکاونټ ته لاړ شئ او هلته د لاسټ سين بټن باندې کليک وکړئ او په دې طريقه يې بند کړئ.

د خپل ملګري د پروفايل عکس بدلول

که غواړئ چې د يو ملګري د وټساپ عکس بدل کړئ، نو په موبايل کې د شمېرو برخې ته لاړ شئ، د ملګري شمېره مو کاپي کړئ، بيا يو عکس انتخاب کړئ او په هغه مو د ملګري شمېره پېسټ کړئ او د پلس نښه ترې ليرې کړئ. اوس دا عکس د خپل ملګري د وټساپ پروفايل باندې ولګوئ، په دې ډول په د هغه د وټساپ عکس بدل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

موبايل

ګوګل د انډرويډ کاروونکو ستر ارمان پوره کړ

ګوګل د انډرويډ کاروونکو لپاره يوه نوې اسانتيا رامنځته کړې ده، چې له دې وروسته …