کورپاڼه / خبرونه / د پاکستان هندو کرکټر کرکټ ته د بېرته راتګ لپاره سترې محکمې ته لاړ
دانش کنيريا

د پاکستان هندو کرکټر کرکټ ته د بېرته راتګ لپاره سترې محکمې ته لاړ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى سپينر توپ اچونکى دانش کنيريا يو ځل بيا کرکټ ته د راستنېدو لپاره محکمې ته تللى دى، تر څو بېرته د کرکټ کولو اجازه ورکړل شي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، دانش کنيريا د ډوميسټيک کرکټ، ليګونو او ملي لوبډلې ته د بېرته راتګ لپاره يو ځل بيا هڅې پيل کړي دي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې دانش کنيريا د پاکستان په سند ښار کې محکمې ته تللى دى او هلته يې بېرته کرکټ ته د راتګ لپاره غوښتنه کړې ده.

دانش کنيريا محکمې ته ويلي دي، چې کرکټ زما هر څه دي، زه بل هېڅ کار نه شم کولاى، هغه پاکستاني لوبغاړي چې ستر فساد يې کړى و، بيا ورته ان په ملي لوبډله کې د لوبېدو چانس ورکړل شوى دى، خو ده ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

دانش کنيريا همدا راز دا هم ويلي دي، چې د پاکستان کرکټ بورډ دې زما دليلونه اى سي سي ته وړاندې کړي، زه غواړم چې ډوميسټيک او نړيوالو سياليو کې برخه واخلم، غواړم چې په تجارتي ليګونو کې ولوبېږم، ماسره په ځينو تجارتي ليګونو کې د لوبډلو مسوولينو هم اړيکې نيولې دي، خو د نړيوال بندېز له امله زه نه شم کولاى چې ولوبېږم.

دانش کنيريا باندې په ٢٠١٢ کال کې د فبرورۍ په ١٧مه نېټه د فساد له امله د انګلستان کرکټ بورډ د ټول عمر لپاره بندېز لګولى و، چې هماغه پرېکړه د پاکستان کرکټ بورډ هم عملي کړه.

د يادولو وړ ده چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکى محمد عامر هم يو له هغه لوبغاړو څخه دى، چې د فساد له امله پرې پنځه کلن بندېز لګېدلى و، خو اوس بېرته ملي لوبډلې ته راستون شوى دى او د پاکستان لپاره يې نړيوالې لوبې هم ترسره کړې دي.

دا هم ولولئ

مهيندر سينګ دهوني

دهوني په لومړۍ لوبه کې ١٢ لکه روپۍ جريمه شو

د چيناى سوپر کنګز لوبډلې لوبډلمشر مهيندر سينګ دهوني په خپله لومړۍ لوبه کې د …