کورپاڼه / روغتيا / د شکر ناروغ باید څه ډول خواړه وخوري؟
د شکر ناروغي

د شکر ناروغ باید څه ډول خواړه وخوري؟

د شکر ناروغي د ډېر زیاتې پاملرنې غوښتونکي وي، چې په دې ناروغۍ اخته کسان ښو او مناسبو خوړو ته ډېره اړتیا لري، کنه نو یاد خطر یې دوه برابره کېدلی هم شي.

روغتیایي کارپوهان وایي، چې د شکر ناروغان باید ښه او مناسب خواړه خپل عادت وګرځوي او د شکر د اول ټایپ ناروغان باید په وینه کې د ګلوکوزو د سطحې د برابرې ساتلو لپاره پخپلو خوړو کې د کاربوهایډریټ کچه ډېره کړي. بله خوا په دې هم پوهېدل اړین وي، چې باید په خوړو کې په څومره اندازه کاربوهایډریټ شتون ولري او بیا دا چې ناروغ کس څومره انسولینو ته اړتیا لري.

د شکر د دویم ټایپ ناروغان که چېرته د زیات وزن لرونکي وي، لومړی باید خپل وزن کم کړي.

د شکر د دواړو ډولونو ناروغان باید خپلو خوړو ته پاملرنه وکړي او هغه خواړه استعمال کړي چې کاربوهایډریټ ولري. دغه راز د کاربوهایډریټو کچه معلومول هم اړین وي، خو له هغه توکو څخه باید ډډه وشي، چې د فایبر کچه یې لږه وي.

  • د شکر ناروغانو ته د شنو سابو د استعمال سپارښتنه شوې او ویل شوي چې په شنو سابو کې اړین ویټامینونه او معدني توکي شتون لري، چې د لوړ شکر کچه هم اغېزمنه کوي.

  • د مېوو کارول هم د شکر ناروغان ته ګټور تمامېږي او خوږوالی یې کوم زیان نه لري، خو د ډبي واله جوس باید ونه څښل شي.

  • پروټین لرونکي توکي لکه هګۍ، لوبیا، د لږو غوړو لرونکو شېدو، غوښې او مستو کارول هم زیانمن نه وي، خو هغه خواړه چې په بازار کې خرڅېږي یا په پاکټونو کې بند وي باید ورځنې ډډه وشي.

  • هغه څښاک چې په زیاته اندازه خوږوالی لري، باید ونه څښل شي لکه انرژیانې.

  • د مالګې استعمال باید کم شي، ځکه چې مالګه د وینې د لوړ شکر خطر ډېروي.

  • هغه غوښه چې له مخکې تیاره شوي وي او له سرې غوښې دې ډډه وکړي او پر ځای دې دال، لوبیا، هګۍ، کبان او د چرګ غوښه استعمال کړي.

  • د چپسو، بیسکټو او چاکلیټو پرځای دې مېوې، مستې او سابه وکاروي.

دغه راز د شکر ناروغان باید په منظم ډول ورزش وکړي، چې وزن یې برابر او د انسولینو کچه یې ښه والی ومومي.

دا هم ولولئ

آیا په رښتیا بادرنګ کولی شي چې د سترګو حلقې ختمې کړي؟

ډېر شمېر میرمنې په کورونو کې بادرنګ راخلي، هغه ټوټه-ټوټه کوي او بیا یې پر …