کورپاڼه / خبرونه / د هند او انګلستان ترمنځ د ټېسټ، شل اوريزو او يو ورځنيو لوبلړيو نېټې اعلان شوې
ويراټ کوهلي او ايون مورګن

د هند او انګلستان ترمنځ د ټېسټ، شل اوريزو او يو ورځنيو لوبلړيو نېټې اعلان شوې

د هند کرکټ بورډ (BCCI) او د انګلستان کرکټ بورډ (ECB) د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټېسټ، نړيوالو يو ورځنيو او نړيوالو شل اوريزو لوبو نېټې وټاکلې او هند ته د انګلستان لوبډلې د سفر نېټه هم غوره شوه.

دا سيالۍ چې د هند په کوربه توب ترسره کېږي، د فبرورۍ په ٥مه نېټه به د ټېسټ لوبو څخه پيل شي.

د هند کرکټ بورډ سيکرتر جى شاه وايي، چې دوى ته به په دې سفر کې د لوبغاړو روغتيا او خونديتوب تر هر څه لومړيتوب ولري، چې د هند کرکټ بورډ او انګلستان کرکټ بورډ د ډاکټرانو ټيمونو پرې خبرې کړې دي.

هغه زياتوي، چې دا د دواړو لوبډلو ترمنځ د کورونا څخه وروسته لومړنۍ لوبلړۍ دي او د کرکټ د مينه والو لپاره به ډېرې په زړه پورې سيالۍ وي.

د انګلستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس ټام هاريسن په دې اړه ويلي دي، چې د انګلستان او هند ترمنځ نړيوالې سيالۍ په ټوله نړۍ کې د کرکټ مينه والو توجه جلبوي. نوموړي ويلي دي چې دا سيالۍ چې د هند په کوربه توب ترسره کېږي، د لوبغاړو روغتيا ته به پکې ځانګړې پاملرنه کېږي.

د ټېسټ لوبو لړۍ:

د دواړو لوبډلو ترمنځ ٤ ټېسټ لوبې ترسره کېږي، چې لومړۍ لوبه به د ٥-٩ فبرورۍ ترمنځ په چيناى کې، دويمه لوبه به د ١٣-١٧ فبرورۍ ترمنځ په چيناى کې، دريمه لوبه به د ٢٤-٢٨ فبرورۍ ترمنځ په احمد اباد کې او څلورمه ټېسټ لوبه به د ٤-٨ مارچ ترمنځ په احمد اباد کې ترسره شي.

د شل اوريزو لوبو لړۍ:

د دواړو هېوادونو ترمنځ د ٥ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ هم ترسره کېږي، چې د مارچ په ١٢مه، ١٤مه، ١٦مه، ١٨مه او ٢٠مه نېټه به په احمد اباد کې ترسره شي.

د يو ورځنيو لوبو لړۍ:

همدا راز د هند او انګلستان ترمنځ به د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ هم ترسره شي، چې دا سيالۍ به د مارچ په ٢٣مه، ٢٦مه او ٢٨مه نېټه د هند په پونى کې ترسره شي.

دا هم ولولئ

راشد خان او محمد شهزاد، مهیندر سینګ ډهوني ته د اتلولۍ مبارکي ورکړه

بیګا د څوارلسم پړاو آی پي اېل سیالیو پایلوبه د چینای سوپر کینګز او کلکته …