کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / په ٢٠٢٠ کې تر ټولو زيات ټک ټاک اپليکېشن ډاونلوډ شوى
ټک ټاک

په ٢٠٢٠ کې تر ټولو زيات ټک ټاک اپليکېشن ډاونلوډ شوى

د موبايل اپليکېشنونو په اړه نظر لرونکې وېبپاڼې ايپ اني تازه د ٢٠٢٠ کال د زياتو ډاونلوډ شويو اپليکېشنونو ليسټ خپور کړى دى، چې ټک ټاک په دې برخه کې لومړى مقام خپل کړى دى.

ټک ټاک چې له دې مخکې په دريم مقام کې و، په ٢٠٢٠ کال کې تر ټولو زيات ډاونلوډ شوى دى او په دې لړ کې يې د فېسبوک اپليکېشن ته ماتې ورکړې او ترې مخکې شوشى دى.

همدا راز فېسبوک او د دوى نور اپليکېشنونه بيا هم په لومړيو پنځه غوره اپليکېشنونو کې راغلي دي، چې په ٢٠٢٠ کال کې زيات ډاونلوډ شوي دي.

په ٢٠٢٠ کال کې ټک ټاک تر ټولو زيات ډاونلوډ شوى، ورپسې د فېسبوک اپليکېشن دى، په دريم مقام کې وټساپ اپليکېشن دى چې دا هم د فېسبوک شرکت اپليکېشن دى، له هغه وروسته په څلورم مقام کې د زوم اپليکېشن راغلى دى.

په پنځم مقام کې بيا د انسټاګرام اپليکېشن دى، چې دا هم د فېسبوک شرکت اپليکېشن دى، له هغه وروسته بيا د ګوګل ميټ، سنېپ چېټ، ټيليګرام او په ١٠م مقام کې د لايکي اپليکېشن راغلى دى، چې سږکال ډېر ډاونلوډ شوي دي.

د مياشتې په حساب د زياتو کاروونکو لرلو په برخه کې بيا فېسبوک لومړى مقام لري، تر څنګ يې د همدوى اپليکېشن وټساپ دويم، مسينجر دريم او انسټاګرام په څلورم مقام کې دي.

د ټک ټاک اپليکېشن بيا د مياشتيني کاروونکو په برخه کې په اتم مقام کې دى، همدا راز ټويټر په شپږم او امازون په پنځم مقام کې دي. په نورو اپليکېشنونو کې بيا نېټفليکس، سپوټيفاى او سنېپ چېټ هم په ١٠ هغه اپليکېشنونو کې راغلي دي چې د مياشتې ډېر کاروونکي لري.

د يادولو وړ ده چې ټک ټاک د کوچنيو ويډيوګانو لپاره جوړ شوى ايپ دى چې په ځوانانو کې ډېر مشهور دى، دا ايپ د نورې نړۍ تر څنګ په افغانستان کې هم ډېر ليدونکي لري.

دا هم ولولئ

د وټساپ پیغامونو د بیا ترلاسه کولو متبادله طریقه

د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن وټساپ کاروونکې هغه وخت له ستونزو سره مخ کېږي، …