کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / اسراييلى ساينسپوه: فضايي مخلوق زموږ په ځمکه کې موجود دى، ټرمپ ورسره د ليدنې په اړه خبرې پټې کړي
ډونالډ ټرمپ، فضايي مخلوق او اسراييلى ساينسپوه

اسراييلى ساينسپوه: فضايي مخلوق زموږ په ځمکه کې موجود دى، ټرمپ ورسره د ليدنې په اړه خبرې پټې کړي

د اسراييلو د دفاع وزارت د فضايي امنيت ادارې پخواني مشر ډاکټر حايم اشاد په نړۍ کې د فضايي يا خلايي مخلوق د شتون ادعا کړې ده.

٨٧ کلن ډاکټر حايم اشاد چې شاوخوا ٣٠ کاله د دغه ادارې مشر پاتې شوى دى او د ډېرو خدمتونو په وياړ ورته درې جايزې هم ورکړل شوي دي، اوس د استادۍ دنده پر مخ وړي.

د اسراييلي رسنيو د راپورونو په وېنا، حايم اشاد ادعا کړې ده، چې اسراييل او امريکا له ډېرو کلونو راهيسې د فضايي مخلوق سره په اړيکې کې دي، چې دا فضايي مخلوق د کهکشان فدراسيون سره تړلي دي او په دې برخه کې په مريخ کې يوه پټه هډه هم جوړه شوې ده.

دغه سړى ادعا کوي، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فضايي مخلوق په اړه نړۍ ته معلومات ورکول، خو هغه له دې کاره منع کړاى شو، او نوموړى د کهکشان فدراسيون له دې کاره منع کړ، تر څو په نړۍ کې ويره خپره نه شي.

حايم اشاد ادعا کوي، چې فضايي مخلوق له ډېر وخت راهيسې دې ته په تمه دى چې انسانان پرمختګ وکړي او دومره حد ته ورسېږي، چې د فضايي مخلوق او فضايي الوتکو په اړه پوهه ترلاسه کړي.

نوموړى دا هم وايي، چې فضايي مخلوق ورته وويل، چې اوس دې د دوى په اړه خبرې نه کوي، ځکه چې انسانان لا دې ته تيار نه دي.

هغه زياتوي، چې فضايي مخلوق هم د انسانانو او کاينات په اړه د رازونو افشا کولو ته همدومره لېواله دي، لکه څومره چې ورته انسانان لېواله دي.

حايم اشاد دا هم وايي، چې د امريکا او فضايي مخلوق ترمنځ ځينې تړونونه هم شوي دي، چې په دې کې د مريخ په ځمکه کې د يوې هډه جوړول هم شامل دي، چېرته چې امريکايي فضانوردان او د فضايي مخلوق استازي موجود دي.

د اسراييل د فضايي امنيتي ادارې د پخواني مشر دا ادعاوې څومره په حقايقو ولاړې دي؟ دا بيل بحث دى، خو په ٢٠١٨ کال د جون په مياشت کې ساينسپوهانو ويلي و، چې په مريخ کې ژوند او يو ناپېژانده مخلوق شته دى.

ساينسپوهانو ويلي و، چې په مريخ کې يې نه يوازې دا چې د ژوند اثار پېدا کړي دي، بلکې هلته يې د يو عجب او ناپېژانده مخلوق د ژوند کولو ثبوتونه هم پېدا کړي دي.

په دې اړه سپينې ماڼۍ او اسراييلي حکومت تراوسه پورې څه نه دي ويلي او د پنټاګون وياند په دې اړه له خبرو کولو څخه انکار کړى دى.

بل لوري ته امريکايي فضايي اداره ناسا وايي، چې دوى تراوسه پورې فضايي مخلوق کوم ثبوت نه دى پېدا کړى او دوى په دې اړه لا پراخې څېړنې ترسره کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

موبايل

ګوګل د انډرويډ کاروونکو ستر ارمان پوره کړ

ګوګل د انډرويډ کاروونکو لپاره يوه نوې اسانتيا رامنځته کړې ده، چې له دې وروسته …