کورپاڼه / تجارتي ليګونه / اى سي سي د سميع الله شينواري توپوهنه ستايلې
سميع الله شينوارى

اى سي سي د سميع الله شينواري توپوهنه ستايلې

پرون د افغانستان ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي په لنکا پريمئير ليګ کې د خپلې لوبډلې په ګټه چټکه توپوهنه ترسره کړه او خپله لوبډله يې په جدول کې لومړي مقام ته ورسوله.

سميع الله شينوارى چې کله توپوهنې ته راووت، نو په کمو توپونو ډېرې منډې پکار وې او بيا هغه توپاني توپوهنه ترسره کړه چې په ٢٠ توپونو يې ٤٦ ناسوځېدلې منډې وکړې.

نوموړي همدا راز د خپلې لوبډلې په بريالي کولو او د غوره توپوهنې په ترسره کولو د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم ترلاسه کړه، نوموړى لومړنى افغان لوبغاړى دى چې په لنکا پريمئير ليګ کې د غوره لوبغاړي جايزه اخلي.

د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي هم د سميع الله شينواري په پرونۍ توپوهنه پوسټ کړى دى.

اى سي سي لومړى د افغانستان بېرغ ورکړى دى، بيا يې ليکلى دى چې نوموړى په اووم نمبر توپوهنې ته راغى چې په ٣٣ توپونو ٦٥ منډې پکار وې. بيا په وروستيو ٣ توپونو ١ منډه پکار وه، چې جى سوريا دوه توپونه په سميع الله شينواري مس کړل، خو په وروستي توپ باندې نوموړي شپږيزه ووهله او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه.

سميع الله شينوارى

نوموړي د خپلې چټکې توپوهنې په مټ خپله لوبډله ډمبوله وايکينګ په جدول کې لومړي مقام ته ورسوله او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم ترلاسه کړه.

د يادولو وړ ده چې ډمبوله وايکينګ تراوسه پورې ٧ لوبې ترسره کړې دي، چې ٥ لوبو کې يې بريا خپله کړې ده او يوه لوبه يې بې پايلې پاى ته رسېدلې دې، چې له دې سره ١١ نومرې لري او لومړي مقام کې ده، بلخوا ګال ګليډيټرز او کنډي ټسکرز نن لوبه ترسره کوي، چې د يادې لوبې په پاى ته رسېدو سره به د پلى اف پړاو سياليو وروستۍ لوبډله هم معلومه شي.

Loading...

دا هم ولولئ

کيرون پولارډ

کيرون پولارډ نړۍ حېرانه کړه

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او چټک توپوهونکي کيرون پولارډ په هغه توپ …