کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د فېسبوک سيسټم خراب شوى
فېسبوک

د فېسبوک سيسټم خراب شوى

د ټولنيزو رسنيو تر ټولو سترې وېبپاڼې فېسبوک سيسټم خراب شوى دى، چې په ټوله نړۍ کې يې خلک پرېشانه کړي دي او د فېسبوک ادارې په خپله هم د سيسټم خرابېدل تاييد کړي دي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د فېسبوک کاروونکو ته په مسينجر او انسټاګرام کې مشکلات پېښ شوي دي او په سمه توګه کار نه کوي، دا مسئله يوازې يو هېواد کې نه ده، بلکې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې راغلې ده او په افغانستان کې هم انسټاګرام په سمه توګه کار نه کوي.

ځينو کسانو په ټولنيزو رسنيو کې هم ليکلي دي، چې دوى په مسينجر زنګونه نه شي وهلى او د زنګ سيسټم يې خراب شوى دى.

د فېسبوک ادارې هم د دوى په سيسټم کې د خرابۍ خبره منلې ده او ويلي دي، چې کاروونکو ته يې د فېسبوک مسينجر، ورک پلېس او انسټاګرام په کارولو کې مشکلات پېښ شوي دي.

د فېسبوک وياند رسنيو ته ويلي دي، چې زموږ تخنيکي پوهان د دې خرابۍ په سمولو لګيا دي او هڅه کوي چې ژر تر ژره دا مشکل جوړ کړي او سيسټم په بشپړ ډول بېرته فعال کړي.

د وېبپاڼو او ټېکنالوژۍ په اړه نظر لرونکې يوې وېبپاڼې په خپل راپور کې ويلي دي، چې دوى ته ١٨٠٠ کسانو د فېسبوک او همدا راز ٣٥٠ څخه زياتو کسانو د انسټاګرام په اړه پېغامونه لېږلي دي او ورته يې ويلي دي، چې دا په سمه توګه کار نه کوي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د فېسبوک مسينجر او انسټاګرام د سيسټم خرابېدو ډېر خلک پرېشانه کړي دي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د امريکا، اروپا، کاناډا په ګډون د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د فېسبوک مسينجر او انسټاګرام په سمه توګه کار نه کوي.

زموږ د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې هم دا سيسټم په سمه توګه کار نه کوي او ډېرى کسانو شکايتونه کړي دي چې په مسينجر زنګونه نه شي وهلى.

تاسې راته وليکئ چې ايا ستاسې مسينجر او انسټاګرام په سمه توګه کار کوي او که نه؟

دا هم ولولئ

پر سپوږمۍ دوه میلیارده کاله وړاندې لاوا ایشېدله

د ساینسپوهانو یوې نړیوالې ډلې موندلې ده چې دوه میلیارده کاله وړاندې پر سپوږمۍ د …