کورپاڼه / هنر او کلتور / سلمان خان په نوي فلم کې څه ډول ښکاري؟
سلمان خان

سلمان خان په نوي فلم کې څه ډول ښکاري؟

د هندي فلمونو مشهور هنرمند سلمان خان د راتلونکي فلم يوه لنډه ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوې ده، چې تر ډېره لاس په لاس کېږي.

دا کوچنۍ ويډيو چې د ترکارۍ په يوه مارکيټ کې اخيستل شوې ده، له دې څخه په واضحه ډول د سلمان خان د راتلونکي فلم بڼه ښکاره کېږي، چې هغه به په دې فلم کې څه ډول کردار ولوبوي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د سلمان خان د نوي فلم نوم (انتم: اخري سچ جاري) دى، چې هغه په کې د يو سيک پوليس افسر کردار لوبوي.

د سلمان خان د خور خاوند ايوش شرما د دې فلم دا کوچنۍن ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې خپره کړې ده، چې سلمان خان پکې د ترکارۍ په يو مارکيټ کې ليدل کېږي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Aayush Sharma (@aaysharma)


ايوش شرما د دې ويډيو له خپرولو سره دا هم ليکلي دي، چې د انتم فلم ثبت پيل شو.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې د سلمان خان د خور خاوند ايوش شرما هم په دې فلم کې کار کوي. ايوش شرما چې څو کاله مخکې يې د سلمان خان خور سره واده کړى دى، د سلمان خان په مرسته يې مخکې په ځينو فلمونو کې کار کړى دى.

د يادولو وړ ده چې سلمان خان تر دې مخکې د (وانټيډ) په نوم د يو بل فلم ثبت هم بشپړ کړى دى، خو دا لا معلومه نه ده چې دغه فلم به کله نندارې ته وړاندې کېږي.

د دې تر څنګ سلمان خان د (بيګ باس) خپرونې کوربه توب هم کوي او تر څنګ يې اوس د (انتم) فلم ثبت هم ترسره کوي.

خو په دې فلم کې له سلمان خان سره د ښځينه مرکزي کردار کومه هنرمند لوبوي، په دې اړه تراوسه پورې هېڅ هم نه دي ويل شوي.

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستانۍ اداکارې حمیمه ملک د ټول ژوند لپاره د حجاب کولو دعا غوښتې

پاکستانې اداکارې یا هنرمندې د ټول ژوند لپاره د حجاب کولو د دعا غوښتنه کړې، …