کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / مشتري او زحل یو بل ته نږدې کېږي
مشتري او زحل

مشتري او زحل یو بل ته نږدې کېږي

ساینسپوهان وایي، چې د لمریز نظام دوه لویې سیارې به یو بل دومره نژدې شي، لکه څنګه چې په منځنیو پېړیو کې نژدې شوې، چې دا پېښه به د دسمبر په وروستۍ لسیزه کې ترسره شي.

د CNN د یو راپور له مخې ویل کېږي، چې د دسمبر په یوویشتمه نیټه د شپې پرمهال چې کله لمر د استوا له کرښې لېرې واقع شي،  نو مشتري او زحل به یو بل ته ډېرې نژدې شي او د غبرګې سیارې په څېر به ښکاره شي.

په دې اړه د رایس پوهنتون فزیکپوه استاد پیټرک هارټیګن په یوه وینا کې ویلي دي، که څه هم دغه دواړه سیارې یو بل ته ډېرې کمې نږدې کېږي، خو دغه ډول نزدیکت یې یو څه ځانګړی برېښي.

ویل کېږي که چېرته غواړئ چې په تېر مهال کې دا ډول منظره وګورئ، نو د ۱۲۲۶ ز کال د مارچ میاشتې ته باید سر ورښکاره کړئ. یعنې په ذکر شوې نيټه دغه سیارې یو بل ته نږدې شوې وې.

دغه راز که چېرته تاسې هر وخت ستورو ته ګورئ، نو حس کړې به مو وي چې مشتري او زحل د اوړي له موسم څخه یو بل ته نږدې کېږي، چې اوس وخت هم د شپې پرمهال یو بل ته نږدې لېدل کېږي.

ویل کېږي چې دغه دواړه سیارې به د دسمبر د ۱۶ او ۲۵ ترمنځ یو بل ته بیخي نږدې شي، چې دغه منظره به د لمر له لوېدو څخه یو ساعت وروسته پر آسمان ولېدل شي او د یوې غبرګې سیارې په څېر به ښکاره شي.

د امریکا فضایي اداره ناسا وایي، که څه هم دغه دواړه سیارې یو بل ته نږدې کېږي، خو په حقیقت کې دغه سیارې یو له بل څخه په میلونونو کیلو میتره لرې دي. دغه راز ویل کېږي که چېرته هوا صفا وه، نو ذکر شوې منظره به ټوله نړۍ وګوري، په ځانګړي توګه هغه هیوادونه به ددې منظرې زیات شاهدان وي، چې د استوا کرښې سره نږدې موقیعت لري.

ویل کېږي چې ذکر شوې سیارې به دومره روښانه وي، چې د ماښام په تیاره کې به په واضح ډول سره څرګندې شي. خو که چېرته مو دغه د سیارو نزدیکت ونه لېد او غواړئ چې و یې وینئ، نو باید تر ۲۰۸۰ کال د مارچ تر ۱۵ نیټې پورې په تمه پاتې شئ.

دا هم ولولئ

وټساپ به ډېر ژر د غږیزو پیغامونو لپاره یو په زړه پوری فیچر رامنځته کړي

د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن د غږیزو پیغامونو د لا ښه والي لپاره پر …