کورپاڼه / خپلواک / نور احمد او نور علي د کابل بازانو نه بڼکې وويستې
نور احمد او نور علي ځدراڼ

نور احمد او نور علي د کابل بازانو نه بڼکې وويستې

خپلواک وېبپاڼه (۱۳ اکتوبر ۲۰۱۹): د شپږيزې په ۱۲مه لوبه کې د مس عينک اتلانو توپ اچونکي نور احمد او توپوهونکي نور علي ځدراڼ د کابل بازانو نه بڼکې وويستې او خپله لوبډله يې په ۹ ویکټو بريا ته ورسوله، چې له دې سره يې د پلی آف پړاو ته هم لار پېدا کړه.

د شپږيزې کرکټ ليګ په ۱۲مه لوبه کې د کابل بازانو او مس عينک اتلانو لوبډلې نن سهار ۹ بجې په کابل لوبغالي کې مخامخ شوې.

د لوبې په پيل کې پچه د کابل بازانو لوبډلمشر اصغر افغان وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

کابل بازانو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۱ منډې وکړې، چې له ډلې يې کریم جنت ۲۷، حضرت الله ځاځي ۲۶ او عبدالرحمن ۲۳ ناسوځېدلې منډې وکړې.Mohammad Nabi Mis e Ainak Knights

همدا راز د مس عينک اتلانو له لوري نور احمد ۳، نوين الحق، يمين احمدزي او طارق ستانکزي ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د ۱۳۲ منډو هدف د مس عينک اتلانو لوبډلې د ۱ ويکټې په سوځېدو په ۱۸ اورونو کې پوره کړ او په ۹ ويکټو يې بريا خپله کړه. د دوی له لوري نور علي ځدراڼ ۷۲ ناسوځېدلې، احسان الله جنت ۳۶ ناسوځېدلې او رحمن الله ګربز ۱۷ منډې وکړې.Noor Ali Zadran

د کابل بازانو له لوري يوازې حمزه هوتک ۱ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه نور احمد ترلاسه کړه، چې د خپلې لوبډلې په ګټه يې ۳ مهمې ويکټې ترلاسه کړې.

په نننۍ لوبه کې صديق الله پاچا هم ګډون وکړ، چې دا يې د مس عينک اتلانو لپاره لومړۍ لوبه وه.Noor Ahmad Mis e Ainak Knights Player of The Match

د يادولو ده چې د نننۍ لوبې په بريا سره د مس عينک اتلانو هم پلی آف پړاو ته لار پېدا کړه، چې تر دوی مخکې د کابل بازانو لوبډلې پلی آف پړاو ته لار پېدا کړې وه.

نن به ۱۳مه لوبه د عارف عظیم بوست ساتونکو او سپين غر زمريانو ترمنځ ماسپښين ۱:۱۵ بجه ترسره کېږي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …