کورپاڼه / خبرونه / د يو ورځنيو لوبو درجه بندي: مجيب الرحمان د هندي بالر جسپريت بومرا څخه مخکې شو

د يو ورځنيو لوبو درجه بندي: مجيب الرحمان د هندي بالر جسپريت بومرا څخه مخکې شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى د هند مشهور چټک توپ اچونکي جسپريت بومرا څخه مخکې شو او دويم مقام يې ترلاسه کړ.

د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي تازه د نړيوالو يو ورځنيو لوبو درجه بندي اعلان کړې ده، چې که څه هم محمد نبي د الراونډرانو په برخه کې خپل دويم مقام ساتلى دى، خو مجيب الرحمان بيا د جسپريت بومرا څخه مخکې شوى دى.

د نړيوالو يو ورځنيو لوبو د توپ اچونکو په درجه بندۍ کې ټرينټ بولټ خپل لومړى مقام ساتلى دى، خو جسپريت بومرا بيا خپل دويم مقام له لاسه ورکړى دى او مجيب الرحمان دويم مقام ترلاسه کړى دى.

مخکې مجيب الرحمان په دريم او جسپريت بومرا په دريم مقام و، چې اوس مجيب الرحمان په دويم او جسپريت بومرا په دريم مقام شوي دي.

جسپريت بومرا مخکې ٧١٩ نومرې درلودې، خو اوس هغه ٧٠٠ نومرې لري او مجيب الرحمان ٧٠١ نومرې لري، چې يو قدم پرمختګ يې کړى دى او دويم مقام يې خپل کړى دى.

په دې ليسټ کې همدا راز جوش هازل ووډ او محممد عامر هم پرمختګ کړى دى او يو يو مقام پورته شوي دي، خو پاټ کومنز بيا دوه مقامه ښکته شوى او اتم مقام ته رسېدلى دى.

کريس ووکس په څلورم، کاګيسو رباډا په پنځم، جوش هازلووډ په شپږم او محمد عامر په اووم مقام کې دي. همدا راز مېټ هينري په نهم او جوفرا ارچر په لسم مقام کې قرار لري.

د يو ورځنيو لوبو د توپ اچونکو درجه بندي

د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان بيا د نړيوالو يو ورځنيو لوبو د توپ اچونکو په درجه بندۍ کې په لس غوره توپ اچونکو کې نه دى شامل.

بلخوا د نړيوالو يو ورځنيو لوبو د توپوهونکو په درجه بندۍ کې ويراټ کوهلي لومړى، روهيت شرما دويم، بابر اعظم دريم او راس ټېلر څلورم مقام لري. همدا راز ارون فنچ دوه مقامه پرمختګ کړى دى او پنځم ته پورته شوى دى، خو فاف ډوپليسي بيا له پنځم څخه شپږم مقام ته تللى دى.

ډيويډ وارنر هم پرمختګ کړى او اووم مقام کې دى او کين ويليمسن بيا دوه مقامه ښکته شوى او په اتم مقام کې قرار لري، همدا راز کوانټين ډي کوک په نهم او جوني بيريسټو په لسم مقام کې قرار لري.

د يو ورځنيو لوبو د توپوهونکو درجه بندي

د يو ورځنيو لوبو د الراونډرانو په درجه بندۍ کې بيا شکېب الحسن لومړى او محمد نبي په دويم مقام کې د تېر په څېر قرار لري، يوازې رويندرا جډيجا له مچل سانتنر نه مخکې شوى دى، خو راشد خان او رويندرا جډيجا دواړه ٢٥٣-٢٥٣ نومرې لري چې په اووم او اتم مقام کې قرار لري.

Loading...

دا هم ولولئ

اى پي ايل ټرافي

د اى پي ايل ٢٠٢١ د لوبو مهالوېش اعلان شو، لومړۍ لوبه به د ممبۍ او بېنګلور ترمنځ ترسره شي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٢٠٢١ کال د سياليو مهالوېش اعلان شو، …