کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ټي ١٠ ليګ: محمد شهزاد د دکن ګليډيټرز لوبډلې واخيست
محمد شهزاد (2)

ټي ١٠ ليګ: محمد شهزاد د دکن ګليډيټرز لوبډلې واخيست

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پيليز چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى د ابوظهبي لس اوريزه ليګ راتلونکو سياليو لپاره د دکن ګليډيټرز لوبډلې يو ځل بيا له ځان سره وساته.

د ټي ١٠ ليګ د ټويټر پاڼې څخه يوه ويډيو خپره شوې ده، چې پکې يې د دکن ګليډيټرز لوبډلې له لوري د ٤ لوبغاړو يادونه کړې ده، چې محمد شهزاد هم پکې شامل دى.

د دکن ګليډيټرز لوبډلې تراوسه پورې سنيل ناراين (ايکن)، بهانوکا راجا پکسا، ظهور خان، کيرون پولارډ، کولين انګرام او محمد شهزاد له ځان سره ساتلي دي.


محمد شهزاد په ٢٠١٩ کال کې هم د دکن ګليډيټرز لوبډلې سره لوبېده، چې د يادې لوبډلې لپاره يې ٩ لوبې ترسره کړې وې او د ٢١.١٢ په اوسط او د ٢١٣.٩٢ په سټرايک رېټ سره يې ١٦٩ منډې کړې وې. هغه په يوه لوبه کې ٥٧ لوبې هم ترلاسه کړې وې. نوموړي په يادو سياليو کې ١١ شپږيزې او ١٩ څلوريزې وهلې وې.

د محمد شهزاد تر څنګ په ٢٠١٩ کال کې ظاهر خان هم د دکن ګليډيټرز لوبډلې سره لوبېدلى و.

د يادولو وړ ده چې تر دې مخکې د بنګله ټايګرز لوبډلې قېس احمد يو ځل بيا له ځان سره ساتلى دى، چې په راتلونکي پړاو سياليو کې به د يادې لوبډلې په ګټه ولوبېږي. نوموړى په ٢٠١٩ کال کې هم د همدې لوبډلې سره لوبېدلى و.

د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ راتلونکى پړاو د ٢٠٢١ کال د جنورۍ په ٢٨مه نېټه پيلېږي او د فبرورۍ تر ٦مې نېټې پورې به دوام وکړي، په دې سياليو کې ٨ لوبډلې ګډون لري او ٢٩ لوبې به پکې ترسره شي.

د يادولو وړ ده چې په ٢٠٢٠ کال کې د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ سيالۍ د کورونا له امله نه وې ترسره شوې.

Loading...

دا هم ولولئ

محمد نبي

محمد نبي يو ځل بيا چټکه توپوهنه ترسره کړه چې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم واخيسته

د افغانستان تجربه کاره الراونډر په پاکستان سوپر ليګ کې يو ځل بيا چټکه توپوهنه …