کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / بيګ باش: د مجيب الرحمان او ظاهر خان لوبډلې نن مخامخېږي
ظاهر خان او مجيب الرحمان

بيګ باش: د مجيب الرحمان او ظاهر خان لوبډلې نن مخامخېږي

د اسټراليا د بيګ باش تجارتي ليګ دويمه لوبه نن د افغانستان په وخت ١٢:٤٥ بجې پيلېږي، چې د مجيب الرحمان او ظاهر خان لوبډلې به مېدان ته کوزې شي.

د ميلبورن سټارز او بريسبين هيټ لوبډلو ترمنځ دا لوبه د اسټراليا په کانبرا کې ترسره کېږي.

مجيب الرحمان د بريسبين هيټ او ظاهر خان د ميلبورن سټارز لوبډلو سره لوبېږي.

دواړه لوبډلې په تېر پړاو کې ٤ ځلې له يو بل سره مخ شوې وې، چې دوه دوه لوبو کې يې بريا خپله کړې وه. لومړۍ لوبه کې ميلبورن سټارز د ٥ منډو په توپير، دويمه لوبه کې بريسبين هيټ د ١٠ ويکټو په توپير، دريمه لوبه کې ميلبورن سټارز د ٢٢ منډو په توپير او په څلورمه لوبه کې بريسبين هيټ د ٧١ منډو په توپير بريا خپله کړې وه.

د بيګ باش ليګ لومړۍ لوبه پرون د هوبارټ هوريکنز او سډني سيکسرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. په دې لوبه کې هوبارټ هوريکنز د ٨ ويکټو په توپير ١٧٨ منډې وکړې، چې په ځواب کې يې سډني سيکسرز د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٢ منډې وکړې او د ١٦ منډو په توپير هوبارټ هوريکنز بريا خپله کړه.

خو په لوبه کې هوبارټ هوريکنز ٣ او سډني سيکسرز ١ نومره ترلاسه کړه.

د يادولو وړ ده چې مجيب الرحمان اسټراليا ته له تګ وروسته هلته يې د کورونا ويروس ټېسټ هم مثبت راغلى و، چې په کوينز لېنډ کې تر روغتيايي څارنې لاندې و.

خو ويل کېږي چې نوموړى اوس ښه دى او په اسټراليا کې افغان سفير له نوموړي سره ټيليفوني خبرې کړې وې او دا يې هم ويلي و، چې ښايي نوموړى د بريسبين هيټ په لومړۍ لوبه کې هم ولوبېږي.

که څه هم تراوسه پورې يې په اړه دقيق معلومات نه دي ورکړل شوي، خو نن به معلومه شوه چې نوموړى په لوبه کې لوبېږي او که نه.

دا هم ولولئ

شننه: د افغان کرکټ بورډ په زرګونو ډالر په اوبو وړلو او د لوبو نه ترسره کولو لاملونه

د افغان کرکټ بورډ له خوا د پاکستان په وړاندې لوبو ته په زرګونو ډالرو …