کورپاڼه / هنر او کلتور / د پېښور يوسف خان، چې د هند سينما ته يې جذبات ورکړل
دليپ کمار ٤

د پېښور يوسف خان، چې د هند سينما ته يې جذبات ورکړل

په پېښور کې زېږېدلى محمد يوسف خان چې د هند سينما يې د دليپ کمار په نوم پېژني، نه يوازې دا چې لومړنى خان دى، بلکې هندي سينما ته يې جذبات ورکړل.

دليپ کمار ته د جذباتو د پاچا نوم هم ورکړل شوى و او لومړنى هنرمند و چې هندي سينما يې د Method Acting Technique سره بلده کړه.

دليپ کمار هندي سينما ته داسې فلمونه ورکړي دي، چې اوس دغه فلمونه د کلاسيکو فلمونو درجه لري او ښايي د نوموړي په څېر بل هنرمند هندي سينما پېدا نه کړي.

د پېښور يوسف خان او د هندي سينما دليپ کمار نن خپله ٩٨مه کليزه لمانځي.

دليپ کمار ٦

خو د هغه مېرمن سايره بانو وايي، چې حالات ښه نه دي او خلک دې د کليزې په لويه کچه لمانځلو هيله نه کوي، بلکې دوى به يې په خپل کور کې يوازې د نږدې دوستانو تر څنګ دا کليزه ولمانځي.

دليپ کمار چې خپل پوره نوم يې محمد يوسف خان دى، په ١٩٢٢ کال کې د دسمبر په ١١مه نېټه د پېښور په قصه خوانۍ بازار کې زېږېدلى و.

هغه په ١٩٤٤ کال کې فلمي نړۍ ته مخه کړه او د مشهورې هنرمندې ديويکا راني په غوښتنه يې خپل فلمي نوم دليپ کمار غوره کړ.

دليپ کمار ١

د ١٩٥٠ لسيزه کې د نوموړي جوګن، بابل، هلچل، ديدار، داغ، شکست، امر، اړن کټولا او انسانيت په نوم فلمونه ډېر کامياب فلمونه و چې هغه ته يې ډېر شهرت ورپه برخه کړ.

په ١٩٦٠ کال کې د نوموړي فلم (مغل اعظم) نندارې ته وړاندې شو، چې په دې فلم کې هغه د شهزاده سليم کردار ولوباوه، دا فلم تاريخي فلم و او په لويه بوديجه جوړ شوى و، چې تر يوې لسيزې پورې د هندي سينما تر ټولو زيات پېسې ګټونکى فلم هم و.

دليپ کمار ٣

د دې فلم په اړه يوې وېبپاڼې په ٢٠١٠ کال کې په يو راپور کې ويلي و، چې که د نننۍ ورځې سره د دغه فلم د هغه وخت د پېسو ګټلو حساب وشي، نو په اوس وخت (٢٠١٠ کال) کې يې ګټلې پېسې ١٠٠٠ کروړو ته رسېږي.

دليپ کمار چې په هندي سينما کې يې تر سلو کمو فلمونو کې کار کړى دى، خو ډېر فلمونه يې کامياب شوي دي او د کلاسيک فلمونو درجه يې ترلاسه کړې ده.

دليپ کمار ٥

د هغه وروستى فلم په ١٩٩٨ کال کې د (کلا) په نوم نندارې ته وړاندې شوى و، چې نوموړي پکې غبرګ کردار يا دوه کردارونه لوبولي و.

د دليپ کمار ځينې فلمونه له ٢٠٠٠ کال وروسته يو ځل بيا په سينماګانو کې نندارې ته وړاندې شو، همدا راز د سبهاش ګئي په (مادر لېنډ) فلم کې هغه ژمنه کړې وه، چې کار به پکې وکړي، چې په دې فلم کې اميتاب بچن او شاه رخ خان هم کار کاوه، خو وروسته دليپ کمار خپله پرېکړه وځنډوله او وې ويل چې نور کار نه کوي.

دليپ کمار ٧

دليپ کمار د ٢٠٠٠ څخه تر ٢٠٠٦ پورې د پارلمان غړى هم پاتې شوى دى، همدا راز په ١٩٩١ کال کې ورته د پدما بوشن، په ١٩٩٨ کال کې د نشان امتياز او په ٢٠١٥ کال کې ورته د پدما ويبوشن سترې جايزې هم ورکړل شوي دي.

نوموړي د دې تر څنګ اته ځلې د فلم فير جايزې د غوره هنرمند په توګه اخيستي دي او د دادا صاحب پالکى جايزه يې هم ترلاسه کړې ده.

دليپ کمار ٢

محمد يوسف خان يا دليپ کمار په ١٩٦٦ کال کې له سايره بانو سره واده وکړ او په ١٩٨١ کال کې يې له عاصمه صاحبه سره واده وکړ، چې په ١٩٨٣ کال کې يې طلاق ورکړ، خو سايره بانو سره يې تراوسه پورې ګډ ژوند روان دى.

د دليپ کمار د ٩٨يمې کليزې په ورځ د هندي سينما مشهورو هنرمندانو هغه ته په ټولنيزو رسنيو کې مبارکي ورکړې ده او د هغه د ښه او اوږد ژوند لپاره يې دعاوې کړې دي.

دا هم ولولئ

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب …