کورپاڼه / بېلا بېل / ماشومان ولې خپله ژبه بهر راوباسي؟ ٧ لاملونه يې
ماشوم

ماشومان ولې خپله ژبه بهر راوباسي؟ ٧ لاملونه يې

تاسې به ډېری ماشومان لېدلي وي، چې له خولې څخه ژبه راوباسي او دا کړنه بیا بیا ځلې تکراروي، خو پوښتنه داده، چې آیا د دوی دا ډول کړنه کوم ساینسي علتونه لري او که نه؟ د ویب طب په نوم د ویب سایب د راپور له مخې ویل کېږي، چې د ماشومانو ژبه را ایستنه او بیا بیا یې تکرارونه بېلابېل علتونه لري، چې ترټولو مهم یې په لاندې ډول بیانوو:

لوږه:

ځینې وختونه ماشومان د خپلې لوږې په اړه په ژړا کې څه نه شي بیانولی، چې بیا خپله ژبه راوباسي او په ډول د خپلې لوږې په اړه نور خبروي یا پوهوي.

د ژبې اندازه:

د ځینو ماشومان ژبه له نورو ماشومان څخه مختلفه وي، چې په همدې سبب بیا خپله ژبه راوباسي. ویل کېږي چې دا ډول کړنه د جینټکي سببونو یاهم د وینې په رګونو کې د ستونزې له امله رامنځته کېږي.

د خولې اندازه:

په ځینو وختونو کې د جینټکي ستونزو له امله د ماشومانو خوله وړه پاتې کېږي، چې بیا په همدې علت خپله ژبه بار بار راوباسي.

د غاښونو راختل یا را شنه کېدل:

ویل کېږي چې د ماشومانو له شپږو څخه تر دولس میاشتنۍ پورې غاښونه راخېژي، چې دا یوه ځورونکي مرحله ده او ماشوم بیا په همدې علت خپله ژبه راوباسي.

د خولې په وسیله د ساه اخیستل:

ویل کېږي کله چې ماشوم د خولې په وسیله ساه اخلي، چې بیا په همدې سبب خپله ژبه راوباسي.

د معدې ګیس:

ویل کېږي چې د هاضمې د سیستم د خرابوالی په سبب ځیني وختونه د ماشوم په خېټه کې ګیس راټولېږي، چې بیا د همدغې تکلیف په سبب خپله ژبه راوباسي.

د عضلو کمزوري:

ویل کېږي چې ځیني وختونه ماشوم د عضلو د کمزورۍ په سبب خپله ژبه راوباسي. دغه راز د ژبې د رګونو کمزوري هم د ژبې د را ایستنې سبب جوړېدلی شي.

دا هم ولولئ

فرانسې فوټبال لوبډلې د اروپایي ملتونو جام اتلولي خپله کړه

د اروپایي ملتونو جام د فوټبال سیالیو په پایلوبه کې د فرانسې فړټبال لوبډلې د …