کورپاڼه / تجارتي ليګونه / رحمان الله ګربز له مينه والو مننه وکړه، خو مينه والو مشورې، لارښوونې او نيوکې پرې کړي
رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز له مينه والو مننه وکړه، خو مينه والو مشورې، لارښوونې او نيوکې پرې کړي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکي او ويکټ ساتونکي رحمان الله ګربز وروسته له هغې چې په لنکا پريمئير ليګ کې يې سفر پاى ته ورسېد، له خپلو مينه والو څخه مننه کړې ده.

رحمان الله ګربز چې په لنکا پريمئير ليګ کې د کنډي ټسکرز لوبډلې لپاره لوبېده، په لومړيو دوه لوبو کې ښه وځلېده، خو له هغه وروسته ٦ لوبو کې يې ښه توپوهنه ترسره نه کړاى شوه.

د دوى وروستۍ لوبه د ګال ګليډيټرز سره وه، چې ګال ګليډيټرز د ٩ منډو په توپير ماتې ورکړه او له مخکې تګ څخه يې پاتې کړه.

رحمان الله ګربز تازه په خپله فېسبوکپاڼه کې په يو پوسټ کې له خپلو مينه والو څخه مننه کړې ده او ليکلي يې دي، چې له تاسو ټولو منندوى يم چې په سختو ورځو کې مو زما ملاتړ کړى دى.

هغه ليکلي: ((سلامونه درنو ملګرو او مينه والو! په لومړي سر کې له تاسو ټولو څخه نړۍ مننه کوم چې ماسره په هر راز شرايطو کې که هغه ستونزمن وي او که اسان، تر څنګ مې ولاړ يئ مننه کوم. لوبه او کرکټ د ښو او بدو خاطرو سره تړل شوې ده او له تاسو ټولو منندوى يم چې د ژوند په سختو ورځو کې مو ملاتړ کړى يم او لاس مو راکړى دى.))

نوموړى همدا راز مخکې ليکي: ((د ټولو دوستانو او مينه والو په خاص ډول له هغه چې تل يې له ما ملاتړ کړى دى، له مينې او پېرزو مو د زړه له تله منندوى او پوروړى يم.))

خو په تبصرو کې بيا په رحمان الله ګربز ځينو کسانو نيوکې کړې دي، ځينو مشورې ورکړي دي او ځينو ورته لارښوونې هم کړې دي.

يو شمېر کسانو ورته ليکلي دي، چې له نوموړي يې ډېرې هيلې درلودې، خو هغه چې کله مېدان ته کوز شي، نو توکلي لوبه پيل کړي او د دوى هيلې يې له خاورو سره خاورې کړې دي.

همدا راز ځينو خلکو ورته ليکلي دي، چې هر توپ د شاټ وهلو نه وي او کله چې توپوهنه کوي، نو بايد په پټو سترګو لوبه ونه کړي، بلکې تخنيکي لوبه دې وکړي.

د يادولو وړ ده چې رحمان الله ګربز په ٨ لوبو کې ١٦٩ منډې وکړې، چې ٢١.١٢ يې اوسط او ١٥٧.٩٤ يې سټرايک رېټ و، هغه په يوه لوبه کې ٥٣ زياتې منډې هم وکړې. نوموړي ١١ شپږيزې او ١٩ څلوريزې هم وهلې دي.

ياده دې وي چې رحمان الله ګربز په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر و، چې په ياد ليګ کې يې خپله لوبډله اتلولۍ ته رسولې وه.

Loading...

دا هم ولولئ

کيرون پولارډ

کيرون پولارډ نړۍ حېرانه کړه

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او چټک توپوهونکي کيرون پولارډ په هغه توپ …