کورپاڼه / روغتيا / د یخو یا سړو څښاکو زیانونه – د شنډېدو خطر هم لري
يخ څښاک

د یخو یا سړو څښاکو زیانونه – د شنډېدو خطر هم لري

د امریکا د متحده ایالاتو روغتیایي کارپوهانو خبرداری ورکړی، هغه کسان چې په ورځني ډول د خوږې سوډا درلودونکي څښاک کاروي، نو د شنډېډو خطر یې هم ډېرېدلی شي.

د Epidemiology په نوم په یو څېړنیز ژورنال کې د خپرې شوې څېړنې له مخې ویل کېږي، چې د امریکا د متحده ایالاتو روغتیایي کارپوهان وایي، چې پر ښځو او نارینه و د دوی د ژوند طرز او خوراکي توکي ډېر اغېز پرېباسي، چې بیا همدغه اغېز یې د والدینو په جوړېدلو پرېوزي.

د څېړنې له مخې ویل شوي، چې له تېرو پنځوسو کلونو څخه د امریکا د اوسیدونکو په خوراکي توکو کې د بورې اندازه ډېره شوې ده، چې د خواږه کاربونایټډ لرونکي څښاک یې د یادولو وړ دي. دغه راز ویل کېږي چې د سړو څښاکو د استعمال په سبب د امریکا د اوسیدونکو وزن ډېر شوی او د شکر په ناروغۍ کې یو څه زیاتوالی موندل شوی دی.

څېړونکي وایي چې د یخو یا د سړو څښاکو استعمال د نارینه او ښځینه تولیدي سیستم زیانمنوي او په له منځه وړلو کې یې مهم رول لري، چې بیا یې د والدینو د جوړېدلو هیله له خاورو سره خاورې کوي.

بله خوا د بوسټن د پوهنتون د ساینسپوهانو لخوا یوه سروې ترسره شوې او په سروې کې یې د امریکا او کاناډا له ۲۱ څخه تر ۴۵ کلونو پورې ۳۸۲۸ ښځې او خاوندان شامل کړي ول.

په ذکر شوې سروې کې د ښځې او خاوند د ژوند طرز، خوراکي توکي او درمل وڅېړل شول او له هرو دوو میاشتو وروسته ترې پوښتنې وشوې، چې له ښځو څخه د امیندواري په اړه هم پوښتل شوي ول.

له دولسو میاشتو څخه وروسته څېړونکو وویل چې د یخو یا د سړو څښاکو ډېر استعمال په ښځه او نارینه کې د والدینو د جوړېدلو امکان شل سلنه را ټیټوي او هغه ښځې چې په ورځني ډول یوه پیاله یخ یا ساړه څښاک څښې د امیندوارۍ امکان یې ۲۵ سلنه کمېږي، چې په نارینه کې دا کچه تر ۳۳ سلنو پورې رسېږي.

دا هم ولولئ

آیا د غځونو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

الارم هغه آله ده چې په سهار کې مو له خوب څخه راپورته کوي، خو …