کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د قېس احمد خطرناکه توپوهنه، خپله لوبډله يې د جدول سر ته ورسوله
قېس احمد ١

د قېس احمد خطرناکه توپوهنه، خپله لوبډله يې د جدول سر ته ورسوله

د کولمبو کنګز لپاره نن قېس احمد په زړه پورې او چټکه توپوهنه ترسره کړه او په ٢٢ توپونو يې پنځوسيزه ووهله، چې په دې سره يې خپله لوبډله کولمبو کنګز د جدول سر ته هم ورسوله.

د سريلانکا تجارتي ليګ يا لنکا پريمئير ليګ ٢٠مه لوبه د ډمبوله وايکينګ او کولمبو کنګز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې کولمبو کنګز پچه وګټله او لومړى يې د ډمبوله وايکينګ لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د ډمبوله وايکينګ په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ٢٠٣ منډې وکړې او د کولمبو کنګز لوبډلې ته يې د ٢٠٤ منډو ستر هدف وټاکه.

د دوى له لوري انجيلو پيريرا ٧٤ ناسوځېدلې، نيروشان ډيکويلا ٦٥، داسون شناکا ٢٨ ناسوځېدلې او سميت پټيل ٢٦ منډې وکړې.

د کولمبو کنګز له لوري قېس احمد تر ټولو ښه توپ اچونه ترسره کړه چې په ٤ اورونو کې يې ٢٣ منډې ورکړې او ٢ لوبغاړي يې وسوځول، ١ ويکټ انجيلو ميتيوز هم واخيسته.

د ٢٠٤ منډو هدف د کولمبو کنګز لوبډلې په ١٨.٥ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٦ ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

قېس احمد په نننۍ لوبه کې زبردسته او نه منونکې لوبه وکړه، نوموړي د ٥ شپږيزو او ٢ څلوريزو په مټ په ٢٢ توپونو ٥٠ ناسوځېدلې منډې وکړې او خپله لوبډله يې بريا ته ورسوله. همدا راز لوري ايوانس هم د ٤ شپږيزو او ٥ څلوريزو په مټ په ٢٤ توپونو ٥٣ منډې وکړې، اشان پريانجن بيا د ٢ شپږيزو او ٤ څلوريزو په مټ په ٢٨ توپونو ٤٧ ناسوځېدلې منډې وکړې او تيکشيلا ډي سلوا ٣١ منډې ترلاسه کړې.

د ډمبوله وايکينګ له لوري سميت پټيل، مليندا پشپا کمار، انور علي او داسون شناکا ١-١ ويکټ واخيستې.

په نننۍ لوبه کې قېس احمد په توپ اچونه او توپوهنه دواړو کې خپل کمال ښکاره کړ او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې واخيسته.

قېس احمد ٢

دا د لنکا پريمئير ليګ د ليګ يا لومړي پړاو سياليو وروستۍ لوبه وه، چې کولمبو کنګز د ١٢ نومرو سره لومړۍ، ډمبوله وايکينګ د ١١ نومرو سره دويمه، جافنا سټالينز د ٩ نومرو سره دريمه او ګال ګليډيټرز د ٤ نومرو سره څلورمه لوبډله راغله، چې نيمه پايلوبو ته يې لار پېدا کړه او کنډي ټسکرز بيا له سياليو بهر شوې ده.

د دسمبر په ١٣مه نېټه به د لنکا پريمئير ليګ لومړۍ نيمه پايلوبه د کولمبو کنګز او ګال ګليډيټرز ترمنځ ترسره شي او دويمه پايلوبه به د دسمبر په ١٤مه نېټه د ډمبوله وايکينګ او جافنا سټالينز لوبډلو ترمنځ ترسره شي، همدا راز پايلوبه د دسمبر په ١٦مه نېټه ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

سویلي افریقا افغان لوبډلې ته د ۱۴۶ منډو هدف وټاکه

د افغان لوبډلې لپاره مجیب ځدران بهترینه توپ اچونه وکړه، هغه درې ویکټې ترلاسه کړې …