پرون په لنکا پريمئير ليګ کې قېس احمد نه يوازې دا چې ښه توپ اچونه ترسره کړه، بلکې په توپوهنه کې يې هم کمال ښکاره کړ او په ٢٢ توپونو يې چټکه پنځوسيزه ووهله، چې له هر لوري يې ستاينې کېږي.
قېس احمد په پرونۍ لوبه کې د غوره لوبغاړي جايزه هم ترلاسه کړه او وې ويل، چې په مخکې يوه لوبه کې يې ښه توپ اچونه ترسره کړې وه او حق يې و، چې د غوره لوبغاړي جايزه ورکړل شي، خو هغه ته جايزه ور نه کړل شوه، نو يې وويل، چې د غوره لوبغاړي جايزه به د خپلې توپوهنې په مټ ترلاسه کوي.
تازه نوموړي په خپله ټويټر پاڼه کې يو ټويټ کړى دى او ليکلي يې دي، چې له پيله يې دا هڅه وه چې د شل اوريزو لوبو يو مناسب الراونډر جوړ شم.
هغه همدا راز ليکي، چې په دې وروستيو مياشتو کې يې په خپله توپوهنه ډېر کار وکړ او نن يې د خپلې خوارۍ پايله ترلاسه کړه.
It’s always my goal to become a proper all rounder in T20 cricket.I worked extremely hard with my batting last few months & hard work do pay off pic.twitter.com/vZKggeH33t
— Qais Ahmad (@imqaisahmadd) December 11, 2020
قېس احمد همدا راز يوه کوچنۍ ويډيو هم په ټويټر کې خپره کړې ده او ليکلي يې ده چې (ښه بريا).
Good win ✌️✌️✌️ pic.twitter.com/bjdEIkeRqJ
— Qais Ahmad (@imqaisahmadd) December 11, 2020
همدا راز د نوموړي په تړاو د کرکټ وېبپاڼو او نورو خلکو هم ټويټونه کړي دي او له توپ اچونکي وروسته يې ويلي دي، چې يو بل ښه الراونډر ته هم هرکلى ووايئ.
Why perseverance? Because LPL pushes the limits for each and every player to become their best, adapt to varying situations and overcome obstacles. It’s a mechanism for seeking out the best of the best. 🏆#ChampionMindset #LPL2020 #එක්වජයගමූ #wintogether #ஒன்றாகவெல்வோம் pic.twitter.com/358Qpww3km
— LPL – Lanka Premier League (@LPLT20) December 11, 2020
د يادولو وړ ده چې قېس احمد پرون په ٢٢ توپونو چټکه پنځوسيزه ووهله، چې ٥ شپږيزې او ٢ څلوريزې يې هم ووهلې، هغه په وروستي اور کې په انور علي ٤ شپږيزې ووهلې او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه. د ډمبوله وايکينګ لوبډلې له لوري د ٢٠٤ منډو هدف د کولمبو کنګز په اسانۍ پوره کړ.
قېس احمد ته د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ورکړل شوه، نوموړي په توپ اچونه کې هم د ٤ اورونو په ترسره کولو سره ٢٣ منډې ورکړې او ٢ لوبغاړي يې وسوځول.