کورپاڼه / بېلا بېل / د روغتون ډاکټرانو د ناروغې ارمان پوره کړ
ناروغه

د روغتون ډاکټرانو د ناروغې ارمان پوره کړ

په ټوله نړۍ کې روغتونونه او ډاکټران داسې نه دي، لکه زموږ په هېواد کې، بلکې په نوره نړۍ کې د ناروغانو پوره پاملرنه کېږي، خو ځينې ځينې وخت بيا ډاکټران هم د ناروغانو داسې ارمانونه پوره کوي، چې په روغتون کې يې د پوره کېدو هېڅ امکان نه ليدل کېږي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د برېتانيې په يوه روغتون کې يوه ښځه چې بستر شوې وه، ارمان و چې د سږکال واورې څخه خوند واخلي او په دې واوره کې وګرځي، خو د ناروغۍ له امله په روغتون کې د بستر کېدو وروسته داسې کول ممکن نه و.

دغه ناروغې د خپل دې ارمان يادونه ډاکټرانو ته هم وکړه او ډاکټرانو يې دا ارمان په ارامه واورېده، خو هغې ته يې دلاسه ورکړه، چې له رغېدو وروسته به وکولاى شي چې په واوره کې وګرځي او د واورې له ورښت څخه خوند واخلي.

خو د ناروغې د بيا بيا يادونې وروسته د روغتون ډاکټرانو د هغې ارمان داسې پوره کړ، چې مصنوعي د واورې ورښت بندوبست يې ورته وکړ او په د روغتون په کوټه کې يې ورته د واورې ورښت وکړ.

ډاکټرانو لومړى د روغتون د کارکوونکو په مرسته د يادې ناروغې ټوله کوټه بدله کړه او له هغه وروسته يې د ماشين په مرسته مصنوعي د واورې ورښت وکړ، چې د ناروغې ارمان يې پوره کړ.


دغه ناروغه چې له کټ څخه نه شوه پاڅېدلى، د مصنوعي واورې ورښت ته ډېره خوشحاله وه، چې په ويډيو کې د هغې خوشحالي څرګندېږي او د مصنوعي واورې له ورښت څخه ډېر خوند اخلي.

د دې هر څه ويډيو هم په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوې ده، چې ډېره لاس په لاس کېږي، په ټولنيزو رسنيو کې خلکو دغه روغتون او د روغتون ډاکټران په دې کار سره ډېر ستايلي دي.

دا هم ولولئ

په لرغوني مصر کې به جسد څه ډول مومیایي کېده؟

هسې خو په نړۍ کې داسې ډېر اشخاص شته، چې هغوی تر اوسه پورې د …