کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / ملي لوبغاړى ابراهيم ځدراڼ ١٩ کلن شو
ابراهيم ځدراڼ

ملي لوبغاړى ابراهيم ځدراڼ ١٩ کلن شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان پيليز توپوهونکى ابراهيم ځدراڼ نن ١٩ کلن شو، نوموړى په ٢٠٠١ کال کې د دسمبر په ١٢مه نېټه په خوست ولايت کې زېږېدلى و.

نوموړى په لومړي ځل د افغانستان لپاره په ټېسټ لوبه کې د بنګله دېش پر وړاندې په ٢٠١٩ کال کې د سپتمبر په ٥-٩ نېټه ولوبېده. که څه هم نوموړي په لومړۍ پاڼۍ کې يې ٢١ منډې وکړې، خو په دويمه پاڼۍ کې يې په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او ٨٧ منډې يې ترلاسه کړې، چې په خپله لومړۍ ټېسټ لوبه کې يې پنځوسيزه ووهله.

له هغه وروسته ابراهيم ځدراڼ د ويسټ انډيز پر وړاندې په سياليو کې هم ولوبېده. هغه د افغانستان لپاره ٢ ټېسټ لوبو کې ١٤٨، ١ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې ٢ او ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ١٤ منډې کړې دي.

په تېره شپږيزه کرکټ ليګ کې ابراهيم ځدراڼ د بند امير ښامارانو لوبډلې لپاره لوبېده، چې په ٧ لوبو کې يې ١١١ منډې وکړې.

د ٢٠٢٠ کال د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال شل اوريز جام کې نوموړى د افغانستان ١٩ کلنې کم عمره لوبډلې برخه و، چې د افغانستان لپاره يې تر ټولو زياتې منډې ترلاسه کړې.

نوموړى په ٥ لوبو کې ولوبېده، چې ٢٤٠ منډې يې وکړې، هغه په يوه لوبه کې ٨٧ زياتې منډې ترلاسه کړې. نوموړي د افغانستان لپاره تر ټولو زياتې، خو په عمومي ډول بيا شپږم لوبغاړى و چې په دغه ١٩ کلن نړيوال جام کې يې زياتې منډې ترلاسه کړې.

ابراهيم ځدراڼ چې ښي لاسى پيليز توپوهونکى دى، تراوسه پورې يې په ١٦ فرسټ کلاس، ١٨ ليسټ اې او ٢٣ شل اوريزو لوبو کې هم برخه اخيستې ده.

نوموړي په فرسټ کلاس لوبو کې ٩٤٨، په ليسټ اې لوبو کې ٥٢٥ او په شل اوريزو لوبو کې ٤١٨ منډې ترلاسه کړې دي.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان

د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان ٣٣ کلن شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان نن خپله ٣٣مه کليزه لمانځي، خو لکه …