کورپاڼه / بېلا بېل / هغه خبرې چې د امیندوارۍ پر مهال میرمنو ته کېږي
حامله

هغه خبرې چې د امیندوارۍ پر مهال میرمنو ته کېږي

زموږ د ټولنې ترټولو لویه ځانګړنه دا ده، چې ټول خلک یې یو د بل په اړه ډېر فکر کوي او ددې پرځای چې د خپلو خوراکي توکو په اړه فکر وکړي، په دې اړه سوچ کوي چې د نورو په کورونو کې به څه پخېږي. که څه هم دا ډول فکر کول په ځینو وختونو کې د همدردۍ په سبب رامنځته کېږي، خو ځینې وختونه بیا د ځور لامل هم کېدلی شي.

همداسې مسایل ځینې وختونه هغه مهال رامنځته کېږي، کله چې کومه میرمن امیندواره شي، نو خپل خپلوان یې له خپلو ځانونو الټراساونډ جوړ کړي، چې بیا د امیندوارۍ میرمنې ناسته، پاسته، خبرې اترې، تګ هر څه تر خپلې څارنې لاندې نیسي او ډول ډول مشورې ورکوي، چې ځینې یې ډېر تجربه شوي هم وي.

د مخ ښکلا یعنې د زوی زېږول:

که څه هم د ماشوم جنسیت د الټراساونډ په وسیله معلومېږي، خو زموږ ټولنه یواځینۍ ټولنه ده، چې د ماشوم جنسیت د سترګو په وسیله معلوموي او وایي چې که چېرته امیندواره میرمن ښکلې او صحت منده وي، نو ماشوم به یې هم نارینه وي.

که ډېر چای څښې، نو ماشوم به دې تور وي:

وایي چې د ماشوم د رنګ انتخاب د مور او پلار جینونه کوي، خو زموږ په ټولنه کې کله چې امیندواره میرمنه چای څښي، نو ورسره غبرګه دا خبره هم کېږي، چې ددې مېرمنې ماشوم به تور وي.

ډېر خوراک او په مسلسله توګه خوراک کول:

ویل کېږي چې امیندوارې میرمنې باید ښه او مناسب خوراک وکړي، خو زموږ په ټولنه کې بیا دا مشوره ورکول کېږي چې امیندوارې میرمنې باید ډېر خوراک وکړي او دلیل یې دا ویلی چې امیندوارې میرمنې او په نس کې یې ماشوم خوړو ته اړتیا لري او دوی باید د دوو کسانو خوراک وکړي.

پلتۍ وهل:

ویل کېږي چې د امیندوارو میرمنو په ناسته، پاسته هم تنقیدي نظرونه ورکول کېږي او ویل کېږي که چېرته امیندوارې میرمنې پلتۍ ووهي، نو ماشوم ته یې زیان رسېږي.

چاغښت د لور په مانا اخیستل کېږي:

د امیندوارۍ پرمهال غټېدل یوه طبیعي کړنه ده، خو زموږ ټولنه یې طبیعي کړنه نه بولي او وایي چې د امیندوارې میرمنې چاغښت د لور یا د ښځینه ماشوم نښه ګڼل کېږي.

دا او دې ته د ورته خبرو له مخې ښکاري، چې نړۍ هسې پخپلې ټیکنالوژې لګښت کړي او بې شمیره درمل او ماشینونه یې هسې د وخت ضایع کول دي، ولې زموږ د ټولنې نظریات نه اخلي او په دې برخه کې د الټراساونډ په ټیسټونه فضول خرچې کوي؟

Loading...

دا هم ولولئ

ټيفني ټرمپ

د ټرمپ لور په سپينه ماڼۍ کې په وروستۍ ورځ کوژده وکړه

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې نن يې ولسمشري پاى ته ورسېده او له دې …