کورپاڼه / هنر او کلتور / “ثنا خان مفتي انس بې لارې کړ”
ثنا خان

“ثنا خان مفتي انس بې لارې کړ”

د هندي فلمونو د پخوانۍ اداکارې ثنا خان او د هغې د خاوند مفتي انس تازه عکسونه په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي، چې د خلکو د بېلا بېلو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

ثنا خان چې څه وخت مخکې يې په فلمونو او سريالونو کې د کار پرېښودو اعلان وکړ او وې ويل چې له دې وروسته به خپل ژوند د اسلامي لارښوونو سره سم تېروي، بيا يې د ګجرات اوسېدونکي يو ديني عالم مفتي انس سره واده وکړ، چې واده يې هم تر ډېره پورې د رسنيو سرټکى ګرځېدلى و.

له واده وروسته ثنا خان له خپل خاوند مفتي انس سره د هند کشمير ته په چکر يا هني مون تللې ده، چې هلته په واورو کې اخيستل شوي عکسونه يې له خپل انسټاګرام څخه خپاره کړي دي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Saiyad Sana Khan (@sanakhaan21)


دا عکسونه چې نوموړې پرون په انسټاګرام کې خپاره کړي دي، له ٥٨٤ زرو څخه زياتو کسانو خوښ کړي دي او زرګونو کسانو پرې تبصرې هم کړې دي.

دا عکسونه نه يوازې دا چې د هند په ټولنيزو رسنيو کې ډېر لاس په لاس کېږي، بلکې په افغانستان کې هم د ثنا خان او مفتي انس دا عکسونه خلکو په فېسبوک کې خپاره کړي دي او بېلا بېلې تبصرې يې هم پرې کړې دي.

ځينو خلکو په ثنا خان او مفتي انس نيوکې کړې دي او يو کس خو بيا ليکلي دي: ((ثنا خان مفتي انس بې لارې کړ.))

ډېرى افغانانو په دې عکسونو ليکلي دي، چې په اسلام کې د واده نه وروسته په چکر يا هني مون تلل نشته دى او مفتي انس بيا له خپلې ښځې سره هره ورځ تازه عکسونه خپروي، چې دا ښه کار نه دى.

همدا راز په ثنا خان هم نيوکې شوې دي، چې د فلمي نړۍ پرېښودو وروسته دې اسلام په سمه معنا پلې کړي. خو هنديانو بيا دواړو ته د خوشحاله او ګډ ژوند مبارکي ورکړې او د ښه ژوند هيلې يې ورته څرګندې کړې دي.

دا هم ولولئ

کترینه، عالیه او ادیتي راو

د بالیووډ ۱۰ ستوري چې په اصل کې مسلمانان دي

د هند د باليووډ سینما یو له هغه سینماګانو څخه ده چې د هر دین …