کورپاڼه / د لوبو راپورونه / بيګ باش: ميلبورن رينيګاډز په بريا پيل وکړ
ميلبورن رينيګاډز

بيګ باش: ميلبورن رينيګاډز په بريا پيل وکړ

د جوش لالور، کين ريچارډسن په ښې توپ اچونې او د شان مارش د ښې توپوهنې په مټ د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې په بريا پيل وکړ او په لومړۍ لوبه کې يې د پرت سکارچرز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د بيګ باش ٤مه لوبه د پرت سکارچرز او ميلبورن رينيګاډز لوبډلو ترمنځ په هوبارټ کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې پرت سکارچرز پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

پرت سکارچرز په ١٩.١ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٣٠ منډې وکړې، چې له ډلې يې ارون هارډي ٣٣، اشټون ټرنر ٢٤، مچل مارش ١٧ او انډريو ټاى ١٥ منډې وکړې.

د ميلبورن رينيګاډز له لوري جوش لالور او کين ريچارډسن په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې دواړو ٣-٣ ويکټې ترلاسه کړې، همدا راز پي هټزګلو ٢ او بيو ويبسټر ١ ويکټ واخيسته.

د ١٣١ منډو هدف د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې په ١٦.٣ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٧ ويکټو په توپير يې په لومړۍ لوبه کې بريا خپله کړه.

د دوى له لوري شان مارش ٦٢، ارون فنچ ٣٥ او ريلي روسو ١٧ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د پرت سکارچرز له لوري جهي ريچارډسن ٢ او فواد احمد ١ ويکټ واخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه جوش لالور ته ورکړل شوه.

ياده دې وي چې د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې سره محمد نبي او نور احمد لکڼوال هم لوبېږي، خو په نننۍ لوبه کې دواړو ته چانس نه دى ورکړل شوى.

د بيګ باش ليګ پنځمه او شپږمه لوبه به د دسمبر په ١٣مه نېټه ترسره شي، لومړۍ لوبه به د اډلايډ سټرايکرز او هوبارټ هوريکنز او دويمه لوبه به د سډني سيکسرز او ميلبورن رينيګاډز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

دا هم ولولئ

کیرون پولارډ د چینای نه بڼکې وویستې او ممبۍ ته يې لوبه وګټله

نن د چینای او ممبۍ ترمنځ ډېره زبردسته لوبه ترسره شوه چې کیرون پولارډ پکې …