کورپاڼه / روغتيا / کشمش (مویز) د وینې اړوند ټولې ستونزې حلوي

کشمش (مویز) د وینې اړوند ټولې ستونزې حلوي

آیا په ورځني ډول د کشمشو یا مویزو خوړل په بدن کې بدلونونه راوستلی شي؟ دا یوه داسې پوښتنه ده، که یې ځواب ترلاسه کړئ نو د سرو زرو په بیه به یې واخلئ او په ورځني ډول به یې استعمال کړئ.

د Bold sky ویب سایټ، چې د روغتیایي معلوماتو اړوند یو له مشهورو ویب سایټونو څخه شمېرل کېږي، د یو راپور له مخې د کشمشو پنځه حیرانوونکې ګټې بیان کړي او ویلي یې دي، چې د لندن روغتیایي کارپوهان د یوې څېړنې له مخې دې پایلې ته رسېدلي دي.

  • د ممیزو استعمال د انسان پوستکی له زړښت او د عمر په ډېرېدو سره له ظاهري اغېزو څخه ساتي.

  • د کشمشو په استعمال سره د وینې په دوران او اړوند سیستم کې ښه والی رامنځته کېږي او ټولې ستونزې یې حلوي.

  • ویل کېږي ددې لپاره چې ښه او ځواکمن غاښونه ولرو، نو باید په دوامداره توګه له مویزو څخه کار واخلو.

  • ویل کېږي چې په مویزو کې ځینې داسې کیمیاوي مواد موندل کېږي، چې زموږ د بدن پوستکی د لمر د تېزو وړانګو څخه ژغوري.

  • په دوامداره توګه د کشمشو خوړل مخکې له وخته د ویښتانو د سپینوالی مخنیوی کوي.

دغه راز ویل کېږي، چې د کشمشو په جوړښت کې په زیاته اندازه ویټامین سي او فولاد موندل کېږي، چې د معدني موادو په جذبولو کې مرستندویه تمامېږي او په منظم ډول یې خوړل د ویښتانو د ښکلا او ځلا لپاره ګټور ګڼل کېږي.

بله خوا د مویزو ځینې نورې ګټې په لاندې توګه بیانېږي:

  • ویل کېږي چې مویز د هاضمې په سیستم کې ښه والی راولي او د فایبرو درلودل یې د هضم اړوند ستونزې حلوي او د کولمو سپوروالی له منځه وړي.

  • ویل کېږي چې کشمش په خپل جوړښت کې د پوتاشیم او میګنیزیم درلودونکي وي، چې د معدې د تیزابیت ستونزه حلوي.

  • ویل کېږي چې کشمش د دفاعي سیستم په ځواکمنولو او د سرطان څخه په مخنیوي کې مرستندویه تمامېږي او د چاغور په نوم د ناروغۍ مخنیوی کوي.

  • ویل کېږي چې کشمش پخپل جوړښت کې ویټامین ای، بیټا کروټین او ای کروټینایډ په نوم مواد لري، چې د سترګو دید زیاتوي او اړوند ستونزې یې حلوي.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې وینه مو پاکه او روغتیا مو ښه وي؟ دغه خوراکي توکی وکاروئ

ګوړه، د خوږو توکو له جملې څخه ګڼل کېږي او ګنیو څخه لاسته راځي او …