کورپاڼه / خبرونه / شاهد اپريدى: زما لور ناروغه نه ده، ټولنيزو رسنيو کې غلط خبرونه خپرېږي
شاهد اپريدى

شاهد اپريدى: زما لور ناروغه نه ده، ټولنيزو رسنيو کې غلط خبرونه خپرېږي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان او الراونډر لوبغاړي شاهد اپريدي هغه خبرونه رد کړل، چې ويل کېدل د نوموړي لور ناروغه ده.

شاهد اپريدى چې په لنکا پريمئير ليګ کې د ګال ګليډيټرز لوبډلې لوبډلمشر و، په ٣ لوبو کې د پرلپسې ماتې خوړلو وروسته په عاجل ډول پاکستان ته لاړ.

نوموړي په يو ټويټ کې ويلي و، چې په کور کې يې يو عاجل کار پېدا شوى دى او د هغې له امله لنکا پريمئير ليګ په نيمايي کې پرېږدي، وروسته په ټولنيزو رسنيو او همدا راز ځينو رسنيو کې هم وويل شول، چې د شاهد اپريدي لور ناروغه ده او په روغتون کې بستر ده، نو ځکه نوموړى له سريلانکا څخه په عاجل ډول پاکستان ته بېرته ستون شو.

تازه شاهد اپريدي له پاکستاني رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې د هغه لور ناروغه نه ده او په ټولنيزو رسنيو کې يې په اړه غلط خبرونه خپرېږي.

د پاکستان جنګ وېبپاڼې په يو راپور کې ليکلي دي، چې شاهد اپريدي په اسلام اباد کې رسنيو ته ويلي دي، چې د لور د ناروغتيا په اړه يې په ټولنيزو رسنيو کې خپرېدونکي خبرونه بې بنسټه دي.

د يادولو وړ ده چې شاهد اپريدي په وروستۍ لوبه کې له نوين الحق سره شخړه هم کړې وه، چې له هغه وروسته په بله لوبه کې ونه لوبېده او پاکستان ته ستون شو.

د هغه له پاکستان ته ستنېدو وروسته ګال ګليډيټرز په دوه لوبو کې بريا خپله کړه او پلى اف پړاو سياليو ته يې لار پېدا کړه. خو شاهد اپريدي تراوسه پورې د لنکا پريمئير ليګ د پرېښودو لامل خلکو ته ښکاره نه کړ.

هغه څو ورځې وړاندې د يوې لور سره ګډ عکس هم په ټولنيزو رسنيو کې خپور کړى و او ليکلي يې و، چې نن يې د لور کليزه ده.

Loading...

دا هم ولولئ

انشا اپريدۍ او شاهين شاه اپريدى

د شاهد اپريدي د لور د شاهين اپريدي سره کوژده، د شاهد اپريدي د کورنۍ غبرګون ښکاره شو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي شاهين شاه اپريدي لپاره يې کورنۍ د …