کورپاڼه / بېلا بېل / د وېده کېدلو یا څملاستلو کوم ډول یې غوره دی؟
ويده کېدل

د وېده کېدلو یا څملاستلو کوم ډول یې غوره دی؟

ځینې کسان په خوب کې له ستونزو سره مخ کېږي، چې بیا ټوله شپه اړخ په اړخ اوړي او د یو ښه خوب څخه محرومه پاتې کېږي. خو ځینې داسې کسان هم شته چې په غلط اړخ وېده کېږي او په همدې سبب یې په خوب کې خلل رامنځته کېږي. چې بنسټیزه وجه یې په غوره طریقې سره د خوب کولو یا یې په سم اړخ د وېده کېدو په اړه د معلوماتو نه شتون دی. که چېرته مو د خوب کولو طریقه سمه نه وي، بستره مو آراموونکي نه وي، دماغو مو له ګډو وډو خیالونه څخه ډک وي، نو آرامه خوب کول مو هم ناممکن دي.

ځینې وختونه په ظاهري لحاظ د شپې پرمهال د ښه خوب څخه وروسته کله چې سهار راپاڅېږي، نو یو ډول د ستړیا او په بدن کې د درد احساس کوئ. ویل کېږي چې د دا ډول ستونزې عمومي سبب دا وي، چې تاسې په غلط اړخ وېده کېږي، چې بیا مو په ورمېږ کې له درد او د ساه په اخیستلو کې له مشکلاتو سره مخ کوي. دغه راز خوب کول ستاسې په ورځنیو کارونو پورې هم اړه لري. نو راځئ چې نن ورځ د خوب د اړخونو او د ګټو په اړه یې دا لیکنه تر پایه ولولو!

پړمخې وېده کېدل:

ځینې وختونه داسې هم پېښېږي، چې تاسې ستړي کور ته راځئ، پړمخي پرېوزئ او خوب مو وړي. په دې ډول سره خوب کول که څه هم آراموونکي وي، خو تر ډېره پورې په دې ډول وېده کېدل ستونزې رامنځته کوي. دغه راز اسلام هم له دې ډول خوب څخه منع فرمایلې ده.

په دې ډول سره د وېده کېدو په نتیجه کې پوستکی هموار نه پاتې کېږي او پر بندونو او عضلو فشار واردېږي، چې بیا مختلفې ستونزې زېږوي، چې د ورمېږ د اوښتو او د ملا په ټیټه برخه کې دردونه یې د یادولو وړ دي. بله خوا په دې ډول د وېده کېدو سره د خرېدلو ستونزه حل کېږي.

په اړخ وېده کېدل:

له یوې څېړنه ثابته شوې چې ډېری کسان په اړخ وېده کېږي، خو یوه په زړه پورې خبره یې دا چې په ښه او کیڼ لوري وېده کېدل یو ډول اغېزې نه لري. ویل کېږي چې په ډول وېده کېدل په ملا او ورمېږ کې دردونه نه رامنځته کوي. بله خوا د امیندوارو میرمنو لپاره هم په دې ډول د وېده کېدو مشوره ورکول کېږي.

په ښي اړخ وېده کېدل:

په دې ډول د وېده کېدو سره مو د ملا تیر ته آرام ورکول کېږي او په طبیعي ډول د آرامه خوب لامل کېږي. دغه راز د هضم په ښه والی کې هم مرستندویه تمامېږي.

په کیڼ اړخ وېده کېدل:

په دې ډول وېده کېدل مو له SDT او د خېټې له درد ځنې ژغوري، خو پر معده مو فشار واردوي.

تاو راتاو یا د واو په څېر وېده کېدل:

اسټرلیایي کارپوه الینا وونل چې د خوب په اړه یې څېړنې هم کړي وایي چې، ډېری کسان د خوب پرمهال خپلې ګونډې د خېټې طرف ته راوړي او د واو په څېر وېده کېږي، چې په دې طریقې سره خوب کول ښه نه وي او د بدن په داخلي برخو په ځانګړي توګه په سږو فشار راځي. دغه راز په سمه توګه ساه نه شئ اخیستلی او بدن ته مو په سمه توګه اکسیجن نه رسېږي، چې بیا مو د وینې دوران هم اغېزمن کېږي. بله خوا ویل کېږي چې له بدن څخه د زهرجنو موادو سیستم له ستونزو سره مخامخ کوي او د انتاني کېدو خطر یې ډېروي.

شا پر تخته وېده کېدل:

روغتیایي کارکوونکي شا پر تخته وېده کېدل ترټولو غوره طریقه ګڼې او وایي چې په دې ډول د وېده کېدو سره مو ورمېږ او اوږې په ښه ډول سره په آرامه ایښودل شوي وي، سر مو له بدن څخه لږ لوړ او معده مو لږه ټیټه وي. ویل کېږي چې په دې ډول د وېده کېدو سره مو د بدن وزن په څلورو برخو ویشل کېږي. دغه راز په دې ډول وېده کېدل مو پر مخ د ګونځو امکان کموي، د بدن درد مو ختموي او د هاضمې په سیستم کې مو ښه والی راولي، خو هغه کسان چې په خوب کې خرېږي، له دا ډول وېده کېدو څخه دې ډډه وکړي.

پړمخې وېده کېدل او لاسونه غځول:

کله چې تاسې پړمخې ویده کېږئ، خو لاسونه غځېدلي وي، نو په دې حالت کې مو د ملا تیر سیده پاتې کېږي او د ملا له درد څخه ژغورل کېږئ. دغه راز د خرېدلو او د(Sleep apnea) څخه مو هم ژغوري، خو په دې ډول وېده کېدل مو په اوږو کې د درد لامل کېدلی شي.

Loading...

دا هم ولولئ

هغه څلور الوتکې چې د الوتنې پرمهال ورک شوې او تر اوسه یې څه خبر رانغی

که چېرته د هوایي الوتکو ترمنځ ټکر یا کومه بله پېښه رامنځته شي، نو لږ …