کورپاڼه / بېلا بېل / د ٢٨٠ زره يورو انځور په کثافت کې موندل شوى
انځور

د ٢٨٠ زره يورو انځور په کثافت کې موندل شوى

د جرمني پوليسو د ٢٨٠ زره يورو ګرانبيه انځور (پېنټينګ) په يوه کثافت دانۍ کې موندل دى، چې څه وخت مخکې ورک شوى و.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د جرمني پوليسو د پنجشنبې په ورځ دا خبره تاييد کړه، چې هغه انځور (پېنټينګ) چې د نومبر په وروستيو کې د ډلسډورف په هوايي مېدان کې ورک شوى و، د يوې کثافت دانۍ څخه دوى ترلاسه کړى دى.

په راپور کې ويل شوي دي، چې دا انځور يو فرانسوي انځورګر يوس ټينګاى جوړ کړى و، چې يو شتمن سړي ترې په ٢٨٠ زره يورو باندې اخيستى و، چې شاوخوا ٥٥ ميليونه افغانۍ کېږي.

د پوليسو په وېنا، ياد سړي دا انځور د کاغذ په يو ډبي کې بند کړى و او په تېروتنه ترې د ډسلډورف په هوايي مېدان کې پاتې شوى و.

په راپور کې راغلي، چې دغه سړي په هوايي مېدان کې د تالاشۍ پر مهال دا د انځور ډبى لاندې ايښى و او بېرته ترې هېر شوى و. پوليسو د ځينو لاملونو له امله د ياد سړي نوم او د انځور نوم له رسنيو سره نه دى شريک کړى.

کله چې ياد سړى الوتکې ته ختلى و، نو له هغه وروسته ورته احساس شوى و، چې په هوايي مېدان کې يې انځور پرېښى دى. دغه سړى د جرمني له يو ښار څخه تل ابيب ته روان و، چې هلته له رسېدو وروسته يې پوليسو سره اړيکه نيولې وه او د برېښناليک په اړه يې ټول معلومات ورسره شريک کړي و.

په راپور کې ويل شوي دي، کله چې پوليسو د ياد انځور په اړه معلومات ترلاسه کړل، نو په پيل کې خو دوى ته هېڅ په لاس ورنغلل، خو تېره اونۍ په دې بريالي شو، چې دا انځور د يوې کثافت دانۍ څخه ترلاسه کړي.

پوليسو د انځور مالک ته په دې اړه خبر ورکړى دى او د انځور د پېدا کېدو څخه يې خبر کړى دى. خو په دې اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي، چې ياد انځور له هوايي مېدان څخه کثافت دانۍ ته څنګه ورسېد.

Loading...

دا هم ولولئ

څېړنه: په غېږ کې نېول مو له ناروغیو ساتي او اوږد ژوند در په برخه کوي

د کورونا له ویروس څخه وېره په دومره اندازه کې ده، چې د یوې وروستۍ …