کورپاڼه / جالب / ايا د خرې شيدې د کورونا د مخنيوي لپاره ګټورې دي؟
د خرې شيدې ١

ايا د خرې شيدې د کورونا د مخنيوي لپاره ګټورې دي؟

په البانيه کې د کورونا ويروس وروسته د خرو درناوى ډېر شوى دى او مخکې به چې خلکو په خرو بارونه وړل، اوس يې ډېره ښه ساتنه کوي، ځکه البانيان فکر کوي، چې د خرې شيدې د کورونا او نورو ناروغيو په مخنيوي کې ګټورې دي.

په دې اړه د امريکا غږ پښتو وېبپاڼې يو راپور خپور کړى دى.

په دغه راپور کې راغلي دي، چې البانيان دا باور لري چې د معافيت د اوچتولو او د يو شمېر نورو ناروغيو په برخه کې د خرې شيدې ډېره مرسته کوي.


د البانيا اوسېدونکى، خبريال ايلتون کيکيا، چې ٣٧ کاله عمر لري، له تېرو دوه کلونو راهيسې د خرو يو فارم کې د خرو پالنه کوي. هغه وايي چې د کورونا له راتللو وروسته په بازار کې د خرو د شيدو تقاضا زياته شوې ده او د يو ليټر شيدو بيه يې ان ٥٠ يورو ته پورته شوې ده.

د خرې شيدې

البانيا لومړنى هېواد نه دى چې د کورونا د مخنيوي لپاره يې له نورې نړۍ يوه بدله لاره غوره کړې ده، تر دې مخکې هند او ځينو نورو هېوادونو کې هم د کورونا د مخنيوي په پار بېلا بېلې لارې غوره شوې دي.

خو د البانيا اوسېدونکي وايي، چې د خرې شيدې ډېرې ګټې لري او کله چې دوى دا شيدې څښي، نو په رواني ډول دوى ته ډاډ ورکوي، خو کوم روغتيايي بنسټ دا خبره نه ده تاييد کړې.

په ايران کې خو ځينو مذهبي مشرانو خلکو ته ويلي و، چې که د مزارانو دېوالونه وڅټي، نو د کورونا اثر به پرې نه کېږي او په هند کې بيا نه يوازې دا چې ډېرو خلکو، بلکې ځينو وزيرانو هم خلکو ته مشوره ورکړې وه، چې د غوا خوشايي چې په ځان وموښي، نو کورونا يې نه شي نيولى او ډېرو خلکو په دې خبرو عمل هم کړى و.

دا هم ولولئ

ساینسپوهانو د بې وفا نارینه وو نښې، نښانې موندلي دي

که چېرته سړي د خپل ژوند له ګډ ملګري سره دوکه کوي نو دا ډېر …