کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راشد خان: دا یو راز دی، خو سږکال به مختلف څه وکړم
راشد خان

راشد خان: دا یو راز دی، خو سږکال به مختلف څه وکړم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکی راشد خان چې اوسمهال په اسټرالیا کې دی او هلته د بیګ باش لیګ کې د اډلایډ سټرایکرز لوبډلې لپاره لوبېږي، وايي چې سږکال به یو څه مختلف ترسره کوي.

راشد خان چې په کارابین پریمئیر لیګ که له لوبېدو وروسته ای پي ایل ته لاړ، هلته ښه وځلېده او له هغه ځایه نېغ اسټرالیا ته لاړ، نن به خپله لومړۍ لوبه ترسره کړي.

نن اډلایډ سټرایکرز خپله لومړۍ لوبه د هوبارټ هوریکنز پر وړاندې ترسره کوي، چې راشد خان هم په لوبه کې ګډون لري.

د لوبې تر پیلیدو مخکې د بیګ باش لیګ په ټویټر کې د راشد خان یو عکس خپور شوی او د هغه له قوله لیکل شوي: “زه له تاسې سره اوس دا نه شم شریکولی، ځکه دا یو راز دی، خو تاسې ته وایم چې سږکال به زه حتما مختلف څه ترسره کړم.”

بیګ باش ټویټر کې هیله څرګنده کړې ده چې راشد خان به نن حتما په لوبه کې مختلف څه  ترسره کړي.

د یادولو وړ ده چې سږکال د کورونا له امله په ټوله نړۍ کې د کرکټ سیالۍ اغېزمنې شوې دي او اوس تر سیالیو مخکې ذوبغاړي کرنټین کېږي چې راشد خان هم ۱۴ ورځې کرنټین و.

په بیګ باش کې پنځه افغان لوبغاړي لوبېږي، خو راشد خان لومړی شو چې لوبه ترسره ږوي.

تر دې مخکې د محمد نبي، مجیب الرحمان، ظاهر خان او نور احمد لکڼوال لوبډلو لوبې ترسره کړې، خو کوم افغان لوبغاړو پکې ونه لیدل شو.

د سږکال بیګ باش سیالۍ چې د دسمبر په لسمه نېټه پیل شوي دي، د فبرورۍ تر شپږمې نېټې پورې به دوام وکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

قېس احمد، مجيب الرحمان، محمد نبي، راشد خان او نور احمد

د پاکستان سوپر ليګ د ټولو لوبډلو بشپړ نوملړونه

د پاکستان سوپر ليګ د شپږم پړاو لپاره نن د پاکستان په لاهور کې د …