کورپاڼه / روغتيا / کينو هغه مېوه ده، چې ګڼ شمېر غذايي توکي لري
کينو

کينو هغه مېوه ده، چې ګڼ شمېر غذايي توکي لري

د ژمي د راتګ سره سم په ټوله نړۍ کې خلک د کېنو مېوې ته هم په تمه وي. ویل کېږي چې کېنو نه یوازې د خوند څخه ډک مېوه ده، بلکې د بې شمېره غذایي توکو په لرلو سره د ډېرو ناروغیو د درملنې لپاره هم استعمالېږي، چې لاندې غذایي توکي لري: ویټامین ای، ویټامین سي، ویټامین بي ۶، ویټامین بي ۹، پوتاشیم، پروټین، معدني مالګه، کاربوهایډریټ، فایبر، تایمین، فاسفورس او فولیټ. دغه راز په تروشو مېوو کې کېنو ترټولو لږه کالوري لري، ویټامین سي یې د نورو په پرتله ډېره ده. وایي چې په فرانسه کې د ماشوم د هضم او د ایټکیو لپاره او په چین کې د سرګرځېدلو یا د چکر خوړلو او د هضم لپاره کارول کېږي.

د موسمي ناروغیو څخه مخنیوی کوي:

ویل کېږي چې د کېنو په جوړښت کې په زیاته اندازه ویټامین سي موندل کېږي، چې د موسمي ناروغیو او ویروسونو څخه مخنیوی کوي.

د زړه د ناروغیو څخه مخنیوی کوي:

د کېنو په جوړښت کې په زیاته اندازه ویټامین سي او پوتاشیم او لږه اندازه مالګې د وینې شیریانونه روغ ساتي، د وینې په جریان کې ګټور تمامېږي او د وینې فشار برابر ساتي.

د هاضمې سیستم ښه کوي:

ویل کېږي چې په کېنو کې په برابره اندازه معدني مالګه شتون لري، چې د معدې د تیزابیت او د سینې د سوخت لپاره ګټور ګڼل کېږي. دغه راز که چېرته مو معده کمزوري وي او بد هضمي لرئ، د ناشتې پرمهال له کېنو څخه ګټه واخلئ.

د پوستکي له ناروغیو څخه مخنیوی کوي:

ځیني روغتیایي کارپوهان په ژمي کې د کېنو پر استعمال ټینګار کوي او وایي چې د کېنو په جوړښت کې ویټامین سي او انټي اکساید شتون لري، چې پوستکی صاف ساتي او ګونځي یې له منځه وړي.

د سرطان څخه مخنیوی کوي:

د کېنو په جوړښت کې موجود انټي اکساید حجرې او ډي این ای له ماتېدو څخه ژغوري او د کولمو د سرطان لپاره ګټور تمامېږي.

د دماغي روغتیا او الزایمر لپاره:

ویل کېږي چې کېنو دماغو ته ځواک ورکوي، ځکه چې په کېنو کې موجود پوتاشیم، ویټامین بي ۹ او انټي اکساید د دماغو په وده کې مهم رول لري او د ډېر عمر لرونکو کسانو دماغو ته په وینه رسونه کې مهم رول لوبوي او د الزایمر یا د هېرولو ناروغي له منځه وړي.

دفاعي ځواک ډېروي:

خدای ج د هر انسان په جوړښت کې یو داسې سیستم هم رامنځته کړی، چې د ناروغیو په وړاندې مقابله کوي او دفاعي سیستم یې بولي. ویل کېږي چې د کېنو ویټامین سي د بدن دفاعي ځواک ډېروي.

د وینې حجرې ډېروي:

ویل کېږي چې د کېنو استعمال نه یوازې د وینې دوران ښه کوي، بلکې د وینې سره کرویات هم ډېروي.

د کلیسټرولو په کمولو کې مرسته کوي:

د یوې څېړنې له مخې چې په فرانسه کې ترسره شوې، ویل کېږي چې د کېنو په جوړښت کې په زیاته اندازه پوتاشیم شتون لري، چې د سودیم اغېزې کموي او نه پرېږدي چې د کلیسټرولو سطحه لوړه شي.

یادونه :

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې د زړه د ناروغیو، لوړ فشار، سرطان، انټي نایوټیک او بیټا بلاکر د درملو سره یوځای د کېنو استعمال ښه نه وي او په دې سره د درملو اغېزې کمېږي. دغه راز د خولې د لګېدو په صورت کې هم باید له احتیاطه کار واخیستل شي.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …