د هوبارټ هوريکنز توپ اچونکو په زړه پورې لوبه ترسره کړه او د ١٧٥ منډو څخه يې په بريالي ډول دفاع وکړه، چې اډلايډ سټرايکرز د ١١ منډو په توپير په لومړۍ لوبه کې ماتې وخوړه.
د بيګ باش ليګ ٥مه لوبه د هوبارټ هوريکنز او اډلايډ سټرايکرز لوبډلو ترمنځ په هوبارټ کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې اډلايډ سټرايکرز پچه وګټله او لومړى يې هوبارټ هوريکنز ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
هوبارټ هوريکنز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې ډارسي شورټ په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه، نوموړي د ٤ شپږيزو او ٦ څلوريزو په مټ په ٤٨ توپونو ٧٢ منډې وکړې، همدا راز ويل جېکس ٣٤، کولين انګرام ٢٥ او ټيم ډېويډ ٢١ ناسوځېدلې منډې وکړې.
Five overs down and this man is into the attack 🙌 #BlueEnergy #BBL10 pic.twitter.com/rbBYK9MDPP
— Adelaide Strikers (@StrikersBBL) December 13, 2020
د اډلايډ سټرايکرز له لوري ويس اګر ٢ ويکټې واخيستې، ډينيل اورال، پيټر سيډل او راشد خان ١-١ ويکټ واخيستې. راشد خان په ٤ اورونو کې ٣٨ منډې ورکړې، همدا راز نوموړي يو په زړه پورې کېچ هم په باونډرۍ ونيولو چې د کولين انګرام يې پويلين ته ولېږه.
No way!! @rashidkhan_19 you genius! Ingram is gone thanks to an absolute classic catch from the 👑
Worry not, we’re hunting the vision! #BlueEnergy #BBL10 pic.twitter.com/COdykM0tiP
— Adelaide Strikers (@StrikersBBL) December 13, 2020
د ١٧٥ منډو هدف په تعقيب د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٣ منډې وکړې او د ١١ منډو په توپير يې په لومړۍ لوبه کې ماتې وخوړه.
په پيل کې د دوى توپوهونکي په توپوهنه کې ناکامه شو چې په ٧٨ منډو يې ٧ لوبغاړي سوځېدلي و او په ١٠٢ منډو يې ٩ لوبغاړي له لاسه ورکړل، خو د وروستۍ ويکټې لپاره ډينيل اورال او ډېني بريګس ښه توپوهنه ترسره کړه. ډينيل ٦٢ ناسوځېدلې او ډيني بريګس ٣٦ ناسوځېدلې منډې وکړې، همدا راز مټ رينشا ٣٣ منډې وکړې.
راشد خان، جوناتن ويلس او پيټر سيډل په صفر وسوځېدل او جېک ويدرالډ ١ منډه وکړه.
د هوبارټ هوريکنز له لوري ښه توپ اچونه ترسره شوه چې جېمز فولکنر ٣، جوهن پوتها او رېلي مريډټ ٢-٢ ويکټې واخيستې، ١ ويکټ ناتن ايليس هم واخيسته.
د بيګ باش ليګ شپږمه لوبه نن د سډني سيکسرز او ميلبورن رينيګاډز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.