کورپاڼه / روغتيا / دا ځانګړي بانجان د دماغو لپاره درمل ګڼل کېږي

دا ځانګړي بانجان د دماغو لپاره درمل ګڼل کېږي

انګلستاني ساینسپوهانو د جینټکي بدلونونو په راوستلو سره داسې بانجان کرلي، چې په جوړښت کې یې د دماغو د (پارکنسن) ناروغۍ لپاره درمل (ایل ډوپا) شتون لري. یعنې که چېرته په ذکر شوې ناروغۍ اخته کسان یې په ورځني ډول استعمال کړي، نو دوی ته د (ایل ډوپا) په نوم درملو ته اړتیا نه لېدل کېږي

د Metabolic engineering په نوم د څېړنیز ژورنال په تازه ګڼه کې د خپور شوي راپور له مخې ویل کېږي، چې انګلیستان ساینسپوهان د څو کلنو څېړنو وروسته په دې وتوانېدلي، چې داسې بانجان وکري، چې په جوړښت کې یې درمل شتون لري.

که څه هم دا کومه نوې خبره نه ده او د جینټکي بدلونونو په وسیله د بوټو په پاڼو او ګلونو کې درمل جوړېدلی شي، خو دا لومړی ځل دی، چې د بانجانو په جوړښت کې د کومې ناروغۍ لپاره درمل جوړېږي.

ویل کېږي چې تر دا محاله د تمباکو بوټي لومړنی بوټی دی، چې د جینټکي بدلونونو په وسیله د زکام او پولیو لپاره د واکسین او د داخلي سوخت د ختمولو لپاره د پروټینو په توګه کارول کېږي. تمباکو چې په یو ځانګړي موسم کې کرل کېږي او ډېرې پاملرنې ته هم اړتیا لري، نو په همدې سبب د درملو لپاره هم ډېر ګرانبیه بوټی تمامېږي.

خو ددې برعکس بانجان د نړۍ په هر ګوټ او په هر یو موسم کې کرل کېږي. که غواړئ چې درمل لرونکي بانجان وکرئ، نو نه یوازې چې مصرف به مو پرې کم راشي، بلکې خوراک یې هم آسانه دی.

راپور زیاتوي چې انګلیستاني ساینسپوهانو نه یوازې د پارکنسن ناروغۍ لپاره درمل لرونکي بانجان ترلاسه کړي، بلکې جینټکي بدلونونه یې لا یقیني کړي او په همدې ډول به په راتلوونکي کې همدا ډول نور بانجان هم وکرل شي.

ویل کېږي چې ددې ډول بانجانو په یوه کیلو کې تقریباً ۱۳۵ ملي ګرامه ایل ډوپا شتون لري او ساینسپوهان وایي چې دوی اوسمهال یوازې ددې لپاره دا ډول بانجان کرلي، چې د درملو په توګه یې استعمالولی شي او که نه؟ دغه راز په راتلوونکي کې به بانجان ته د درملو کچه نور هم ډېره کړي او د ناروغیو لپاره به یې د استعمال وړ وګرځوي.

Loading...

دا هم ولولئ

ادرک

که چېرته د سفر پرمهال د زړه بدوالي ستونزه لرئ، نو له ادرکو ګټه واخلئ

ویل کېږي چې ټول طبیعي بوټي پخپل جوړښت مې ګڼې روغتیایي ګټې لري او څومره …