کورپاڼه / هنر او کلتور / مشهوره پاکستانۍ هنرمنده ماهره خان په کورونا اخته شوې
ماهره خان

مشهوره پاکستانۍ هنرمنده ماهره خان په کورونا اخته شوې

د پاکستان د مشهورې هنرمندې ماهره خان د کورونا ويروس ټېسټ هم مثبت راغلى دى او اوس يې ځان په خپل کور کې کرنټين کړى دى.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، ماهره خان د خپل انسټاګرام اکاونټ کې يو پېغام خپور کړى دى او خپلو مينه والو ته يې د کورونا ټېسټ د مثبت راتلو په اړه خبر ورکړى دى.

نوموړې د انسټاګرام په دې پوسټ کې ليکلي دي: ((زما د کورونا ويروس ټېسټ مثبت راغلى دى، چې له هغه وروسته ما خپل ځان کرنټين کړى دى.))

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Mahira Khan (@mahirahkhan)


ماهره خان همدا راز زياتوي: ((د کورونا ويروس ټېسټ له مثبت راتلو وروسته ما هغه ټولو خلکو ته هم خبر ورکړى دى، چې په دې وروستيو ورځو کې يې له ماسره ليدلي و، يا ورسره ما ليدلي و.))

نوموړې همدا راز خپلو مينه والو ته ليکلي دي: ((زه پوهېږم چې دا ښه خبر نه دى، خو انشاء الله چې زه به ډېره ژر ښه شم.))

ماهره خان له خپلو مينه والو د دعا غوښتنه هم کړې ده او ورته يې لارښوونه هم کړې ده، چې د کورونا د مخنيوي په لار ټولې لارښوونې دې عملي کړي او ماسکونه دې هم وکاروي.

د يادولو وړ ده چې په پاکستان کې د کورونا دويمه څپه راغلې ده، چې ډېر هنرمندان هم په کورونا ويروس اخته شوي دي.

ماهره خان چې په ډېرو پاکستاني فلمونو او سريالونو کې يې کار کړى دى، يوه مشهوره هنرمنده ده، چې نوموړې د پاکستاني فلمونو تر څنګ په هندي فلمونو کې هم کار کړى دى.

هغې د هندي سينما له مشهور هنرمند شاه رخ خان سره په (رييس) فلم کې کار کړى و، چې د پاکستان پرته په هند کې هم ډېر مينه وال لري.

دا هم ولولئ

هندي ژورنالیسته: شاه رخ خان ته ځکه سزا ورکول کېږي چې هغه مودي ته سر نه دی ټیټ کړی

یو هندي ژورنالیسته سواتي چترویدي ویلي دي چې د هندي سینما مخکښ اداکار شاه رخ …