کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ګلبدين نايب راشد خان ته: دا څه ډول چاى دى؟
ګلبدين نايب او راشد خان

ګلبدين نايب راشد خان ته: دا څه ډول چاى دى؟

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان نن له لوبې وروسته په ټويټر کې يو عکس خپور کړى دى، چې د چايو پياله ورسره په لاس کې ده.

نوموړى چې په بيګ باش ليګ کې د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې لپاره لوبېږي، په نننۍ لوبه کې يې ١ ويکټ واخيسته او د توپوهنې پر مهال په صفر وسوځېده.

نوموړي له لوبې وروسته په ټويټر کې يو عکس خپور کړى دى، چې د چايو پياله يې په لاس کې ده.


نوموړي له دې عکس سره ليکلي دي، چې لمبا بدن تازه کوي او چاى بيا مازغه تازه کوي.

د نوموړي دا عکس چې له څلور نيم زرو څخه زياتو کسانو په ټويټر کې خوښ کړى دى، د ملي لوبډلې پخواني کپتان او الراونډر لوبغاړي ګلبدين نايب هم ريټويټ کړى دى.

نوموړي د راشد خان د دې عکس ريټويټ کولو سره له راشده خان نه پوښتنه کړې ده، چې دا څه ډول چاى دى؟


راشد خان بېرته ګلبدين نايب ته په ځواب کې ليکلي دي: ((د زعفرانو چاى.)) او د خندا ايموجي يې هم ورسره ورکړي دي. همدا راز ګلبدين نايب ورته ليکلي دي، چې ظالمه ما ويل که کاوو ده.

راشد خان دا عکس په انسټاګرام اکاونټ کې هم خپور کړى دى، چې هلته په درې ساعته کې له ٧٨ زرو څخه زياتو کسانو د نوموړي عکس خوښ کړى دى او تر زرو څخه زياتو کسانو پرې تبصرې هم کړې دي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Rashid Khan (@rashid.khan19)


د يادولو وړ ده چې راشد خان په انسټاګرام اکاونټ کې ١.٤ ميليونه مينه وال يا تعقيبوونکي لري، چې نه يوازې افغانان، بلکې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د کرکټ مينه وال هغه تعقيبوي.

نوموړى په ټولنيزو رسنيو کې بيا په انسټاګرام کې ډېر زيات فعاله وي او هلته له خپلو مينه والو سره هم په اړيکه کې وي.

دا هم ولولئ

کرکټ بورډ ته د خلکو مشوره: اصغر، ګلبدین، شهزاد، فرید او حمید مه لوبوئ

د افغانستان کرکټ بورډ د نړیوال شل اوریز جام د دویمې تمریناتي لوبې نه مخکې …