کورپاڼه / جالب / د نړۍ تر ټولو يوازې کور؛ په داسې کور کې مو ژوند تېرول خوښېږي؟
کور ١

د نړۍ تر ټولو يوازې کور؛ په داسې کور کې مو ژوند تېرول خوښېږي؟

ډېر خلک په دې هڅه کې وي، چې د بېروبار او ډېر شور څخه ليرې، چېرته د سکون او ارام ځاى پېدا کړي او د همدې لپاره له ښاره ډېر ليرې سيمو ته ځي، تر څو ارامه او له سکونه ډک ژوند وکړي.

تازه په انټرنېټ کې د يو داسې کور عکسونه لاس په لاس کېږي، چې شاوخوا يې يوازې غرونه او سمندر ليدل کېږي او دې ته د نړۍ تر ټولو يوازې کور (ورلډ لونليسټ هاوس) هم ويل کېږي.

کور ٢

دا کور د ايسلېنډ په سويلي برخه کې دى، چې په ١٩٥٠ کال کې يوې ادارې جوړ کړى و او دغه اداره وايي، چې په دې کور کې اوس هېڅوک هم ژوند نه کوي او بېخي تش پروت دى.

دا کور يوازې د دې لپاره جوړ شوى و، چې هغه خلک چې دغه سيمې ته د مارغانو د ښکار لپاره ځي، نو چې هغوى پکې بيا پاتې شي او په دې کور کې شپه تېره کړي.

کور ٣

ځکه په دې ځاى کې بل هېڅ کور هم نشته دى، چې يوازې غر دى او شاوخوا يې سمندر بهېږي. دا ځاى د يو چا د ارام او سکون لپاره هم ډېر ښه ځاى دى او د مارغانو د ښکار لپاره هم په زړه پورې ځاى بلل شوى دى.

کور ٤

په راپور کې ويل شوي دي، چې دا کور يادې ادارې يوازې د خپلو هغه کسانو لپاره جوړ کړى و، چې د ښکار شوق يې درلوده او دغه ځاى ته به د ښکار لپاره تلل، نو له دې کور څخه به يې ګټه اخيسته.

د دې کور په اړه ويل کېږي، چې د برق يا برېښنا هېڅ سيسټم پکې نشته، خو د باراني اوبو د ذخيره کولو لپاره ورته بيا سيسټم جوړ شوى دى.

دا هم ولولئ

دې شخص په ۲۴ ساعتونو کې ۵۰ هوټلونو ته په تګ ریکارډ جوړ کړی

په اوسني وخت کې ریکارډ جوړونه ډېره آسانه شوې او په هره برخه کې جوړېږي …