نيوزيلېنډ د لومړۍ ټېسټ لوبې په څېر په دويمه ټېسټ لوبه کې هم د ويسټ انډيز لوبډلې ته د پاڼۍ په سر ماتې ورکړه او د ٢ ټېسټ لوبو لړۍ کې يې بريا خپله کړه.
د نيوزيلېنډ او ويسټ انډيز ترمنځ دويمه ټېسټ لوبه د دسمبر په ١١مه نېټه په ويلنګټن کې پيل شوې وه، چې نن پاى ته ورسېده. د لوبې په پيل کې ويسټ انډيز پچه ګټلې وه او لومړى يې نيوزيلېنډۍ لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړې وه.
نيوزيلېنډ په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٤٦٠ منډې وکړې، چې له ډلې يې هينري نيکولاس ١٧٤، نيل واګنر ٦٦ ناسوځېدلې، ويل ينګ ٤٣ او ډاريل مچل ٤٢ منډې وکړې.
د ويسټ انډيز له لوري شانن ګبريل او الزاري جوسيپ ٣-٣، چيمار هولډر او روسټون چيس بيا ٢-٢ ويکټې ترلاسه کړې.
خو ويسټ انډيز يې په ځواب کې په لومړۍ پاڼۍ کې په ١٣١ منډو وسوځېده، چې جرمين بلېک ووډ پکې زياتې ٦٩ منډې ترلاسه کړې.
د نيوزيلېنډ له لوري ټيم ساوټي او کيلي جېميسون په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې دواړو ٥-٥ لوبغاړي وسوځول.
د ويسټ انډيز لوبډله له فالو ان سره مخ شوه او دويمه پاڼۍ يې هم پيل کړه.
په دويمه پاڼۍ کې ويسټ انډيز د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٣١٧ منډې وکړې، چې بيا يې هم د نيوزيلېنډ د لومړۍ پاڼۍ منډې پوره نه کړې او په دې سره يې په يوه پاڼۍ او ١٢ منډو په لوبه کې ماتې وخوړه.
د ويسټ انډيز لپاره په دويمه پاڼۍ کې جان کېمبل ٦٨، جېسن هولډر ٦١، جوشوا دا سلوا ٥٧ او شماره بروکس ٣٦ منډې وکړې.
د نيوزيلېنډ له لوري نيل واګنر او ټرينټ بولټ ٣-٣، ټيم ساوټي او کېلي جيميسون ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هينري نيکولاس ترلاسه کړه او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه کيلي جېميسون ته ورکړل شوه.
نيوزيلېنډ په لومړۍ ټېسټ لوبه کې هم د يوې پاڼۍ او ١٣٤ منډو په توپير ويسټ انډيز ته ماتې ورکړې وه، چې په دويمه لوبه کې يې هم د يوې پاڼۍ او ١٢ منډو په توپير ماتې ورکړه او له دې سره يې لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.