کورپاڼه / تجارتي ليګونه / بريسبين هيټ لوبډلې د مجيب الرحمان د تمريناتو ويډيو خپره کړه
مجيب الرحمان (2)

بريسبين هيټ لوبډلې د مجيب الرحمان د تمريناتو ويډيو خپره کړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى مجيب الرحمان چې په اسټراليا کې يې د کورونا ويروس ټېسټ مثبت راغلى و، له رغېدو وروسته له خپلې لوبډلې سره يو ځاى شوى دى.

نوموړى چې دوه ورځې وړاندې په بيګ باش ليګ کې د خپلې لوبډلې بريسبين هيټ لوبډلې سره يو ځاى شوى او تمرينات يې پيل کړي دي، د بريسبين هيټ لوبډلې يې په ټولنيزو رسنيو کې د تمريناتو ويډيو خپره کړې ده.

په دې ويډيو کې ليدل کېږي، چې مجيب الرحمان په نيټ کې توپ اچونه ترسره کوي او د راتلونکې لوبې لپاره خپل ځان چمتو کوي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Brisbane Heat (@heatbbl)


د مجيب الرحمان د تمريناتو دا ويډيو چې بريسبين هيټ لوبډلې په انسټاګرام اکاونټ کې خپره کړې ده، ورسره يې ليکلي دي چې مجيب الرحمان يو ځل بيا له لوبډلې سره يو ځاى شوى دى او راتلونکې لوبې ته ځان چمتو کوي.

دا ويډيو ١٦ ساعته مخکې خپره شوې ده او تراوسه پورې له ١٣ زرو څخه زياتو کسانو خوښه کړې ده.

بريسبين هيټ لوبډله نن خپله دويمه لوبه د سډني تنډر لوبډلې پر وړاندې په کانبرا کې ترسره کوي، چې دا لوبه به د افغانستان په وخت ١٢:٤٥ بجې پيل شي.

تر دې وړاندې په خپله لومړۍ لوبه کې بريسبين هيټ لوبډلې ماتې خوړلې وه، مجيب الرحمان په لومړۍ لوبډله کې نه و لوبېدلى.

مجيب الرحمان چې له محمد نبي، ظاهر خان او نور احمد لکڼوال سره يو ځاى له کابله اسټراليا ته تللى و، په اسټراليا کې يې د کورونا ويروس ټېسټ مثبت راغلى و او په کوينز لېنډ کې د ډاکټرانو تر سختې څارنې لاندې و.

خو دوه ورځې وړاندې د بريسبين هيټ لوبډلې په ټولنيزو رسنيو کې له مينه والو سره خبر شريک کړى و، چې مجيب الرحمان د کورونا ويروس ناروغۍ څخه رغېدلى دى او په کانبرا کې د لوبډلې سره يو ځاى شوى دى.

دا هم ولولئ

چینای سوپر کینګز د کلکتې لپاره د ۱۹۳ منډو هدف کېښود

د چینای سوپر کینګز لوبډلې د فاف ډوپلیسي، رتوراج ګیکواډ، روبین اوتاپا او معین علي …