کورپاڼه / جالب / د مشهور شرکت د ٥٨ زره افغانيو بيه لرونکې عينکې، چې خلکو رشخند کړې
عينکې ١

د مشهور شرکت د ٥٨ زره افغانيو بيه لرونکې عينکې، چې خلکو رشخند کړې

زياتره مشهور شرکتونه د خپلو نويو برانډونو په برخه کې ځينې داسې شيان خلکو ته وړاندې کړي، چې په ټولنيزو رسنيو کې د خلکو تر نظر لاندې راشي او نه يوازې دا چې ډېرى خلک ترې مسخره جوړه کړي، بلکې رشخند يې هم کړي.

تازه د ايټاليې مشهور شرکت (ګوچي) چې برانډ شيان جوړوي، د نويو عينکو په برخه کې يې د يو ډول عينکو ډيزاين داسې جوړ کړى دى، چې ښايي تاسې هم ورپسې وخاندئ.

عينکې ٢

د ايټاليې د عينکو مشهور برانډ دې نويو عينکو ته د (Inverted cat eye sunglasses) نوم ورکړى دى، چې په ليدو کې بېخي داسې ښکاري، چې عينکې سرچپه دي يا مو سرچپه په سترګو کړې دي.

دا عينکې نه يوازې دا چې ډېرې جالبې او عجبه ښکاره کېږي، بلکې بيه يې هم ډېره ده او په ٧٥٥ امريکايي ډالرو دي، چې شاوخوا ٥٨ زره افغانۍ کېږي.

کله چې دا عينکو په ټولنيزو رسنيو کې د خلکو تر نظر لاندې راغلې، خو نو په دې عينکو پسې خلکو ښه ډېر وخندل او د دې مشهور شرکت دا عينکې يې رشخند کړي.

عينکې ٣

ډېرى کسانو د دې عينکو په اړه په ټولنيزو رسنيو کې وويل، چې د دې عينکو په دومره لويه بيه د اخيستو نه خو ښه خبره دا ده، چې موږ خپلې عينکې سرچپه په سترګو کړو.

د يادولو وړ ده چې تر دې مخکې هم ځينې مشهورو شرکتونو د خپلو برانډونو ځينې داسې پروډکټ خلکو ته وړاندې کړي دي، چې وروسته د خلکو له تبصرو او نيوکو وروسته ښايي ياد شرکتونه هم د خپلو دغه پروډکټو په اړه پښېمانه شوي وي.

تاسې دې عينکو ته په غور سره وګورئ او ووايئ، چې ايا په ٧٥٥ امريکايي ډالرو به دا عينکې واخلئ؟ خپل نظر راته په دې اړه په کمنټ کې وليکئ.

دا هم ولولئ

دې شخص په ۲۴ ساعتونو کې ۵۰ هوټلونو ته په تګ ریکارډ جوړ کړی

په اوسني وخت کې ریکارډ جوړونه ډېره آسانه شوې او په هره برخه کې جوړېږي …